بشار الاسد له کیم جونګ اون سره ګوري

د شمالي کوریا رسنۍ وايي د سوریې ولسمشر بشار الاسد کیم جونګ اون سره د لیدلو لپاره پیونګ ینګ ته ځي.

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس د دواړو مشرانو د لیدنې د وخت په اړه څه نه دي ویلي.

شمالي کوریا او سوریه له لسیزو راهیسې د یو بل ملګري دي. د روان کال په فبروري میاشت کې، ملګرو ملتونو په یوه رپورټ کې وویل چې شمالي کوریا د سوریې د بالیسټیک توغندیو او کېمیايي وسلو د جوړولو په موخه سوریې ته تجهیزات او نور توکي لېږلي دي.

د شمالي کوریا اوسني مشر په ۲۰۱۱ز کې قدرت ته له رسېدو راهیسې په خپل هېواد کې د کوم بهرني هېواد د مشر کوربه نه دی پاتې شوی، او دا به لومړی ځل وي چې کیم په خپل هېواد کې دننه د یوه بهرني هېواد له مشر سره ګوري.

شمالي کوریا او سوریه دواړه، د وسلو د پروګرامونو او د بشري حقونو د نقض له امله، د نړیوالې ټولنې تر سختو بندیزونو لاندې دي.

په دې وروستیو میاشتو کې، د شمالي کوریا مشر، کیم جونګ اون، د چین له ولسمشر، شي جینپینګ، او د جنوبي کوریا له ولسمشر، مون جای این، سره ولیدل. ټاکل شوې چې کیم د روانې جون میاشتې په ۱۲مه نېټه د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر، ډونلډ ټرمپ، سره په سینګاپور کې غونډه وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button