شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

ننگرهار؛ دویم «حُمص» او درېیم عراق/ خالد روان

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
جولای 25, 2018
کټګوریانې: تبصرې, مهم
0
264
ځلې شریک شوی
134
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

خالد روان

زموږ بدمرغي داده، چې نیوکه نه‌شو زغملی او سمدلاسه ټاپې لگوو. څو کاله مخکې مې ویلي وو، چې امریکا غواړي ننگرهار د عراق او سوریې په برخلیک اخته کړي. هغه وخت هم ځینو احساساتیانو راته کنځلې وکړې. ځینو خو راته وویل، چې طالبانو نو څه کړي؟ خو که همدغه طالبان نه وای، نو اوس به ټول شینواري د داعشیانو له لاسه وتلي وای.

دا هم ولولئ

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

امریکا، ناټو او افغان حکومت د طالبانو د ملاتولو لپاره ټول زور وازمایه؛ خو هغسې بریا یې خپله نه کړه، چې نړۍ ته یې د نمونې په ډول وړاندې کړي. اربکیان، پاڅونوال، داعش او بېلابېلې لارې یې وکارولې. خو بیا هم د طالبانو په بریدونو، د ولسوالیو په سقوط او د جنگیالیو په شمېر کې یې د پاموړ کموالی رانغی، بلکې دا تېره ورځ یې په غزني او پکتیکا کې درې ولسوالۍ پرله‌پسې سقوط کړې.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال نیکولسن داعش ته ښه ډېر کمپاین وکړ او د تېرې ورځې خبرې یې د دې ښکاره ښکاروندوي کوي، چې دوی ولې داعش دومره خطرناک معرفي کوي او د بیا ـ بیا ځپلو اعلانونه یې کوي. خو نه داعش ځپل کېږي، بلکې د طالبانو او داعش په جگړه کې امریکایان د داعش پر ځای د طالبانو لیکې بمباروي.

داعشیانو څو اوونۍ وړاندې په ننگرهار ټولې ښوونیزې ادارې خپل هدف وگرځولې، چې ورسره ځینې ښوونځي، پوهنتونونه او انستیتونه او د  زده‌کړو مرکزونه د زده کوونکو او محصلانو پرمخ وتړل شول. د ننگرهار د پوهنې ریاست، د جلال اباد ښاري مدیریت، په خوږیاڼیو کې د دوو لېسو سوځول او د ملازمینو وژل او نور یې ښکاره د وحشت بېلگې دي.

په جلال اباد کې هره ورځ په داسې ځایونو کې چاودنه کېږي، چې هلته بغیر له ملکیانو نور هېڅوک نه وي او پړه یې داعش په ډېره بې شرمۍ اخلي. پلازې، ښوونځي، سکهان، روغتونونه او نورې ملکي ادارې د داعش د بریدونو هدف دی. داعشیانو بغیر له امریکایانو او داعشیانو نور ټول افغانان کافران ښکاري او د مرگ جواز خو یې وختي ورته په جېبونو کې اچولی وي.

کله چې داعشي حشرات د عراق موصل، کرکوک، د سوریې حُمص او نورو ښارونو ته ننوتل، نو روسیې، ایران، ترکیې، فرانسې او د سوریې نورو متحدینو هوايي بمباریو ته زور ورته وکړ، چې یوه ودانه سوریه یې په ابدي کنډواله بدله کړه. تاسې د سوریې د ۲۰۱۱ز کال او د ۲۰۱۸ز کلونو ترمنځ تاریخ وگورئ، چې په سوریايي مسلمانانو څه تېر شول او دمشق او د سوریې نور ښارونه څومره وران شول، چې بېرته ودانول یې کلونه ـ کلونه وخت غواړي، خو هغه به سوریایان ژوندي پاتې نه وي او ودانۍ به بغیر له انسانانو جوړې شوي وي.

امریکا دغه لوبه دلته هم روانه کړې. له واړه داعشه یې غټه بلا جوړه کړې او د ننگرهار ځايي خلکو ته دغه خبرې ورپیچکاري کوي، چې تاسې باید د داعش له نوم او وحشت سره اشنا شئ، ځکه د دوی بریدونه به نور هم ډېر شي او تاسې باید هرې قربانۍ ته تیار اووسئ.

له طالبانو هیله کوم، چې نور پر داعشیانو هېڅ ډول ترحم ونه کړي. په ننگرهار، کونړ، لغمان او نورستان کې د داعشیانو بېخ ور اوباسي او تش ملاتړ کوونکو ته یې هم سختې سزاوې ورکړي. دغه هیله له حکومت او امریکا ځکه نه شي کېدای، چې دوی په خپله د دوی تر شا ولاړ دي او دغه خوږه دوستي هېڅکله نه خرابوي.

د داعش هوايي خلافت تراوسه یو کیلومتر ځمکه په واک کې نه لري، خو خلافت یې له عراق سیده افغانستان ته راغی او په منځ کې یې ایران پرېښود، خو دلته د طالبانو په موجودیت کې به یې ټغر ډېر ژر ورټول شي او د امریکا او ناټو به د خپلو زرگونو ارمانونو سره ـ سره  ننگرهار هم خوندي پاتې شي. ان شاء الله

لوی ټکي: امریکایانحکومتخالد روانداعشمهمننگرهار
مخکینې مطلب

لوړو زده کړو وزارت پر محصلې جنسي تيري د تورن استاد نيول تاييد کړل

بل مطلب

پر افغاني دیوبند د سیکولر خفاشانو برید

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com