(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۱۷)
نن سهار د بغلان ولايت په کيلګي سيمه کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ نښتو مرګ ژوبله اوښتې او د کابل په شمول د شپږو ولايتونو وارداتي برېښنا پرې شوې ده.
د برېښنا شرکت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې نن سهار اته بجې لومړی د پلخمري ښار په شپږويشت کيلومترۍ کې د دوشي ولسوالۍ په طرف او دوهم لين لس بجې د پلخمري په اته ويشت کيلومترۍ کې په د دوشي او خنجان خواکې د جګړو له امله پرې شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، دغه د ازبکستان وارداتي برېښنا لينونه دي، چې کابل، پروان، کاپيسا، ميدان وردګ، غزني او لوګر ته ترې بجلي ورکول شوې خو د جګړو له امله پرې شوې دي.
د برېښنا شرکت وايي، تخنیکي ډله د پيښې ځای ته نږدې شوي او د امنیت په راتلو سره به لینونه بيرته وتړل شي.
له بله پلوه د بغلان د ولايتي شورا رئيس محمد صفدر محسني وايي، په دغه نښته کې د بغلان- پلخمري د لويې لارې د کنډک مرستيال محمد فواد عطايي وژل شوی او درې عسکر ټپيان دي.
طالبانو هم د لويې لارې د قومندان فواد عطايي وژل کېدلو پخلی کړی وياند يې ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه ليکي، تيره شپه د کابل- شمال په عمومي لاره د دولتي ځواکونو پر يوه قطار بريد کړی چې يوټانګ ويجاړ شوی او د نوموړي قومندان د وژلو تر څنګ درې عسکر ټپيان دي.


















