پکتيکا: په بازار کې چاودنې شل کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۱۷)

د پکتيکا ولايت د جاني خېلو ولسوالۍ په بازار کې د يوې بمي چاودنې له کبله شل کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

امنيتي چارواکي وايي، دغه چاودنه نن سهار د جاني خېلو ولسوالۍ بازار کې د خلکو د ګڼې ګوڼې پر مهال شوې ده.

د پيښې ځای ته نږدې خلک وايي، چاودېدونکي توکي د يوه دوکان مخې ته ځای پرځای شوي و او پر دوه ماشومانو يې د لوبو پر مهال چاودنه کړې ده.

تر اوسه د چاودنې نوعيت او هدف نه دی معلوم او نه يې چا پړه په غاړه اخيستې.

خو د پکتيا د ښرنې ولايتي ملکي روغتون مسوول محمد رفيع راحل وايي، په ياده پېښه کې د دوو ماشومانو په شمول اته تنه وژل شوي او د يوه ماشوم په ګډون دوولس تنه نور ټپيان دي.

د راحل په وينا، د ټپيانو له ډلې د درېيوو روغتيايي وضعيت ښه نه وو کابل ته وړل شوي دي.

د پکتيکا امنيه قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين هم ياده چاودنه تاييدوي په لومړيو کې يې د پنځو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی و خو په وينا يې ښايي دغه شميرې تغير وکړي ځکه چې چاودنه د خلکو نه په ګڼې ګوڼې ځای کې شوې، تلفات هم يې ښايي زيات شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button