کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۲کب، ۱۳۹۷ل):
د هلمند ولايت د مارجې ولسوالۍ د پوهنې رئيس او د هغه ورور په هوايي بريد کې وژل شوي دي.د مارجې ولسوالۍ د پوهنې رئيس عزيز الله همنوا او د هغه ورور ډاکټر پاچاخان سمسور چې په ياده ولسوالۍ کې ښوونکی و، نن غرمه مهال ددې ولسوالۍ په مربوطاتو کې په هوايي بريد کې وژل شوي دي.د هلمند د پوهنې رئيس زلمي افغان او د همنوار د کورنۍ غړو هم د نوموړو وژنه تائيد کړې ده.
د هلمند د پوهنې رئيس زلمي افغان ويلي دي چې ياده سيمه د طالبانو په ولکه کې ده او دې سيمو ته د پوهنې کارکوونکي تګ راتګ کولای شي او عزيز الله يادې سيمې ته د خپل مسئوليت د اداء کولو له پاره تللی و چې په هوايي بريد کې په نښه شوی دی.
د هلمند چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په ولسي وګړو هوايي بريدونو او چاپو تر بل هر وخت زور اخيستی دی چې په کې ګڼو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي او له دې سره سره کله کله دولتي سرتيري او کارکوونکي هم په نښه کيږي.
تيره شپه په ارزګان ولايت کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې ۱۵ امنيتي سرتيري وژل شوي وو، همدا راز نن په کندهار کې د بهرنيو ځواکونو په بريدونو کې څلور ولسي وګرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او تيره شپه کورنيو عسکرو په ننګرهار کې شپږ تنه ولسي وګړي وژلي و.


















