کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۲کب، ۱۳۹۷ل)
د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په قطر کې د طالب او امريکايي پلاوي ترمنځ خبرو کې له شويو پرمختګونو هرکلی کړی دی. د نوموړي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې اعلامې کې راغلي، پخوانی ولسمشر د دوحې خبرو کې له شويو پرمختګونو د هرکلي ترڅنګ له ښکېلو لوريو غواړي چې له جګړو لاس پر سر او په هېواد کې د روانې اوږدې جګړې د ژر درېدو په موخه هر اړخيز اوربند وکړي. هغه دغه راز له افغان حکومت نه هم غوښتنه کړې چې د ښه نيت په موخه هغه زندانيان له بنده ازاد کړي چې د طالب په نامه په بنديخانو کې شپې او ورځې سبا کوي. اعلاميه کې وړاندې راغلي، حامد کرزی هيله لري چې دا خبرې به په هېواد کې د ملي حاکميت لپاره ي وه ښه پيلامه واوسي


















