بلخ: عطانور کاربنديز اعلان کړی؛ د امنیه قومندان د ټاکلو پر سر لانجه روانه ده

ولسشمر د بلخ امنيه قومندان ليرې کړ؛ خو هغه د مقاومت ګواښ وکړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۳

د ملي يووالي حکومت مشر اشرف غني د بلخ ولايت امنيه قومندان له خپلې دندې ګوښه کړی او پر ځای يې نوی امنيه قومندان ټاکلی خو د دغه ولايت پخوانی والي عطامحمد نور او امنيه قومندان يې مخالفت کوي او يوځل بيا د امنيه قومندان د ټاکلو پر سر لانجه روانه ده.

د کورنيو چاروز وزارت ارشد امنيتي معين خوشحال سادات په خپله ټويټر پاڼه ليکي، د بلخ د امنيتي وضعيت د خرابيدو له کبله ولسمشر امنيه قومندان اکرم سامع ليرې کړ خو هغه د ولسمشر پریکړه نه مني او د مقاومت ګواښ يې کړی.

نوموړی وايي، ولسمشر غني د ۲۲۲ د پوليسو ځانګړې قطعې قومندان عبدالرقيب مبارز د نوي امنيه قومندان په توګه ټاکلی خو اکرم سامع خپلې دندې پريښودو ته تيار نه دی.

له دغه پریکړې وروسته د بلخ پخواني والي عطامحمد نور هم د ولسمشر د پريکړې مخالفت کړی په دې اړه په خپره کړې اعلاميه کې يې ويلي، ارګ د نويو توطيو په جوړولو سره د ښار امنيت ته ګواښ پيښوي، خلک په ستونزو کې اچوي او د بلخ او د دوی تر منځ له شوې معاهدې سرغړونه کوي.

عطاءنور د مزار له خلکو غوښتي چې نن د پنج شنبې په ورځ له خپلو کورونو بهر ونه ووځي او تر امر ثاني پورې دې د خپلو دوکانونو مارکيټونو خلاصولو ته انتظار وکړي.

ويل کيږي په بلخ کې حالات يو ځل بيا کړکیچن لور ته روان دي، عطانور د اکرم سامع ملاتړ کوي خو خوشحال سادات وايي، نوی امنيه قومندان د ۳۳۳ کومانډو ځانګړې قطعې په بدرګه مزار شريف ته رسيدلی او امنيه قومندانۍ ته پر لاره دی.

تير کال هم د عطاءمحمد نور او ولسمشر تر منځ د بلخ د ولايت پر سر اوږدې شخړې وشوې چې په پايله کې د يوه جوړجاړي له مخې د عطانور په خوښه اسحاق رهګذر نوی والي او اکرم سامع يې د امنيه قومندان په توګه وټاکل شول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button