۱۴ فلسطیني ځوانان د اسرائیلي فوځيانو په ډزو ټپیان شوي دي

کابل ټکی کام عبدالله هاشمي
د تېرې جمعې په ورځ د فلسطین د غزې په ښار کې ۱۴ فلسطیني ځوانان هغه مهال د اسرائیلو په ډزو ټپيان شول کله چې فلسطیني ماشومانو اسرائيلو ته ښکنځل وکړل.
اسرائیلو فلسطینۍ ماشوم ونیولو او فلسطیني ځوانانو یې د خلاصون لپاره هڅې پیل کړې چې شخړه په ډزو واوښته او د ۱۴ فلسطیني ځوانانو په ټپي کېدو سره پای ته ورسیده.
د راپورونو له مخې پرون د فلسطین تلویزیون خبر ورکړی دی چې د غزې بیت حانون سره نږدې اسرائیلي فوځيانو د فلسطین په ځوانانو ناتاره ډزې پیل کړې چې په نتیجه کې یې ۱۴ فلسطیني ځوانان ټپيان شول.
د غزې د روغتیا د ریاست رئیس اشرف القدره هم تائید کړې ده چې روغتون ته ۱۴ فلسطیني ټپیان رسول شوي دي، چې د بعضو حالت یې نازک ښودل شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د تېر ۲۰۱۵ کال د اکتوبر د میاشتې راپدېخوا د بیت المقدس شاوخوا سیمو کې اسرائیلي فوځیانو تر ۱۰۰ زیات فلسطینیان وژلي او په زرګونو ټپيان کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.