د عامې روغتیا وزیر ته د ايچ ای وي ویروس ککړه ستن وهل شوې

کابل ټکی کام (هفته، مرغومی ۱۹مه، ۱۳۹۴ ل):
له کابل خپریدونکې هشت صبح : ورځپانې په یوه خبري مطلب کې لیکلي دي، چې د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز باندې پلازمینه کابل پل سوخته سیمه کې د مخدره موادو د یوه تن معتاد له برید سره مخ شو، چې د (HIV) ویروس ککړه ستن يې پر بندن ننوتله .
ورځپاڼه وايي، د روغتیا وزیر فیروز تېره اونۍ دوزارت دیوشمېر چارواکو سره یو ځای سیمې ته تللی وو، چې له پل سوخته څخه پر مخدره توکو روږدي کسان ونیسي او د فنیکس کمپ ته يې واستوي، په همدې وخت کې یو معتاد پر وزیر دهغې ستنې بريد وکړ، چې پر (HIV) ویروس ککړه وه .
پیچکاري دوزیر په بدن کې ننوتلې او له پېښې وروسته نوموړی وزیر سمدستي د درملنۍ په موخه هندوستان ته تللی دی .
د عامې روغتیا وزارت چارواکو دغه راز ویلي دي چې د نوموړي په وینه کې د (HIV) اثرات څرګند شوي دي .
سليم بریال


