د یومعترض کاندید پلویانوله پنځو ورځو راهیسې دکابل _ شمال لویه لاره تړلې

کابل ټکی کام ( سه شنبه، ۱۰ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
په بغلان ولایت کې دکابل- شمال لويه لار لا هم د ترافيکو پر مخ تړلې ده.
له تېرو پنځو ورځو راهيسې د محبوب الله غفاري په نوم د يوه کانديد پلويانو د ټاکنو کمېسيون له لوري د دغه ولايت د وروستيو پايلو د اعلان په غبرګون د کابل- شمال لويه لار د پلخمري په ښار کې د ترافيکو پر مخ تړلې ده.
خو پرون دوشنبه د يوه بل نوماند جلاالدین پلويانو بيا ياده لار د خنجان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ترافيکو پر مخ وتړله.
خپله جلاالدین له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې د ټاکنو کمېسيون د شکايتونو له څېړلو پرته د دغه ولايت د ولسي جرګې وروستۍ پايلې اعلان کړې دي.
نوموړي ویلي دوی د خپل حق غوښتنې په موخه د کابل- شمال لويه لار د ترافيکو پر مخ تړلې ده. په ورته وخت کې د کابل ـ شمال لویې لارې مسافر وايي، چې د لارې تړل کېدو له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
دوی له حکومت غواړي چې هر څومره ژر کېدای شي یاده لار د مسافرو پر مخ پرانیزي.
داپه داسې حال کې ده چې دبعضو ولایاتو دپایلو تراعلان وروسته یو شمېر نوماندانو دټاکنو کمیسون په فساد تورن کړی دی.
ددغو معترضو نوماندانو له جملې څخه دننګرهار یوشمېر ښځینه نوماندانې هم ورته څرګندونې کوي، او ادعا کوي چې ددوی رایې دپیسو په بدل کې په نورو نوماندانو پلورل شوي.



