عبدالستار سعادت: ولسمشر غني په سوله هېڅ باور نه لري

کابل ټکی کام ( سه شنبه، ۱۰ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

د ولسمشر غني پخوانی مشاور او قانونپوه عبدالستار سعادت وایي چې ولسمشر غني په سوله هېڅ باور نلري.

سعادت د ولسمشر غني او جنرال مالک تازه اخستل شوي انځور ته لیکلي: “دې سړي د طالبانو شاوخوا ۸۰۰۰ جنګي اسیران د لیلي په دښته کې ووژل، دا دی اوس د غني تر څنګ ولاړ دی.

هلته یې د سولې مشورتي لویه جرګه راغوښتې او دلته یې یو جنګي جنایتکار په څنګ ک  درولی، دا تصویر طالبانو ته د سولې بیغام لري؟”

دی وایي چې ولسمشر غني د دولت مشر وي، طالبان حق لري چې خبرې ورسره ونه کړي.

د ده په ټکو:” نور قطعاً طالبانو سره د غني د مذاکرې ملاتړ نه دی په کار؛ که دا سړی د دې دولت مشر وي، طالبان حق لري دولت سره مذاکره ونه کړي. ځکه چې دا سړی هره شېبه د جنګ اعلان کوي، په سوله هېڅ باور نلري.”

ولسمشر غني نن په ارګ کې له جنرال مالک او امرالله صالح سره لیدلي او انځورونه یې په سوشل میډیا خپاره شوي دي.

دې انځورونو په سوشل میډیا کې توند غبرګونونه راپارولي او د غني دا کار یې د سولې په مخ کې خنډ بللی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button