سواد زده کړه په افغانستان کې!

لیکنه: مصدق اکرم اسحق زی

افغانستان یو له هغه مخ پر ودې هېوادونو څخه شمېرل کېږي، چې په تاریخي لحاظ یې ډېر کورنۍ او بهرنۍ یرغلګرو له لورې په ځان ټپي شوی او لا یې زخمونه تازه دي. خو په دې اتلس کالو کې یو څه هېواد مو په تعلمي، اقتصادي، نظامي، ورزشي برخه کې د پام وړ پرمختګ کړې ده؛ او ورځ تربلې د پرمختګ په حال کې ده.

اوس راځم اصلي موضوع ته دلته د بحث روښانتیا لپاره په څو مواردو رڼا اچوم، چې عبارت دي له :

۱- سواد څه شی دی؟

۲- د اسلام له نظره سواد زده کړه؟

۳- څنګه کولای شو سواد ته پرمختګ ورکړو؟

۴- د سواد پر وړاندې عمده خڼډونه کوم دي؟

۵- حل لارې .

۱- سواد څه شی دی!؟

ډېرو خلکو سره دا پوښتنه پېدا کېږي، چې سواد څه دی او څه ګټه لري، دا سوالونه اکثره هغه اشخاص کوي، چې له تعلیمه بې برخې دي او همدغه بې خبرې نن ددې باعث ګرځېدلی، چې خوېندې او ورونه مو له تعلیمه پاتې شوي او نن په تیارو او بدبختېو کې شپې سبا کوي.

سواد تعریف مونږ داسې کولای شو، چې سواد پر دې توانېدل چې لوستل کولای وشي، لیکل، احساب کولای وشي او یا هم خپل ذهن دېته امده کولو چې د لوستلو، لیکولو او د خبرو کولو لپاره ځان برابرولوئ وشي.

د یونسکو نړیوال سازمان سواد داسې تعریف کړې:

سواد د پېژندلو وړتیا، درک، تفسیر، د اړیکو جوړول او محاسبه کول په چاپ شوي موادو او لیکل په مختلفو برخو کې . باسوادي انسان خپلو اهدافو ته په لنډه موده کې رسولئ شي.

۲- د اسلام له نظره سواد زده کړه:

اسلام هغه مقدس او روښانه دین دی، چې د نورو ادیانو څخه ډېر پر علم او زده کړې باندې تاکید کوي او ټول انسانان زده کړې او سمې لارې ته دعوت کوي.

که چېرې مونږ د اسلام تاریخ ته رڼا واچوو نو الله تعالی، چې کله د جبرائیل علیه وسلام په واستوه پر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندې پیغمبرۍ لومړنی ایت چې نازل کړ. نو په لومړي ځل یې ورته وویل ( اقراء) ولوله …   .

همداسې په قرانکریم او نبوي حدیثونو کې ډېر په تعلیم باندې ټېنګار شوی د پېغمبر اکرم (ص) دا خبره (( د علم زده کړه پر ټولو مسلمانانو فرض ده)) يوه بېلګه ده.

بيا يې وويل : (( اطلبوا العلم ولو بالصين)) علم زده کړئ که څه په چين کې وي؛يعنې د علم زده کړه ټاکلې ځاې نه لري؛د نړۍ په هر ګوټ کې،چې وي،مسلمان بايد د علم په زده کړې پسې ولاړ شي.

بيا وايي: (( کلمة الحکمة ضالة المؤمن فحيث وجدها فهوا احق بها)) حکمت او علمي خبره د مؤمن ورک شوى شی دى او په هر ځاى کې چې ومومي بې ځنډه يې رااخلي؛يعنې ارزښت نه ورکوي،چې د حکمت خاوند مسلمان دى که کافر؛لکه څنګه چې څوک خپل ورک شوى څيز وويني؛نو بې ځنډه يې رااخلي؛مؤمن هم پوهه خپله ګڼي او د هر چا په لاس کې يې،چې وويني،رااخلي يې.

حضرت علي (ک) د همدې جملې په توضيح کې وايي:

(( حکمت د مؤمن ورک شوى څيز دى؛نو په لټه کې يې شئ ان که له کافر سره يې مو وموند؛نو تاسې تر هغو ورته خورا وړ ياست.))

نو د اسلام مقدس دین پر ټولو انسانانو باندې که هغه ښځه ده او که نر علم کول پرې فرض ګڼل شوی دی.

۳- څنګه کولای شو سواد ته پرمختګ ورکړو؟

دا چې هېواد مو له هر ډول ستونزو سره لاس او ګریوان دی، نو مونږ باید هوډ وکړو او په قوي عزم سره له دغې اساسي ستونزو او ننګونو سره جدو جهد وکړو او د یو رښانه افغانستان پر لور ګام کېږدو.

سواد هغه وخت په هېواد کې پرمختګ موندلی شي، چې د هېواد هر قشر مو په خپل ځای کې په ایماني او وجداني توګه رول ادا کړي، چې دغه افراد مو عبارت له: سپین ګیرو، قومي مشرانو، علماء کرام، د مساجدو ملا امامان، ښځې، دولتي چارواکي او د عامه پوهاوي لپاره سمینارونه، ورکشاپونو په دایرولو سره هېواد په معارف کې د زدکړې ډیوه په بلېدو سره تیارو ته رڼا ورکوي.

۴- د سواد پر وړاندې عمده خنډونه کوم دي؟

د سواد زده کړې پروړاندې اساسي ننګونې ډېر دي خو زمونږ ټولنه چې له دغې حالتو سره لاس او ګریوان دی هغه پخپله یو له هغې څخه…

۱- بېسوادي ده.! بېسوادي ددې باعث ګرځېدلی چې په سیمه ایزه کچه مو والدین خپل بچیان له تعلیمه محروموي او دغه سلسله همداسې دوام مومي، د هېواد په لرې پرتو سیمو کې مو دغه حقوق یواځې تر نارینو پورې محدودې شوي او انجونې مو لا د ښوونځي نوم په خوله نشي اخیستلی.

زه لیکوال د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د سواد زده کړې نظارت غړي په توګه د داسې حالتو شاهد یم او په ډیر کوښښونو سره سره مو د سواد زدهکړې امریت په مشوره داسې اشخاص دېته امده کړي ترڅو په خپلو انجونو باندې زده کړې وکړي.

۲ – د ښه اقتصاد نشتون : اقتصادي ستونزه د سواد پر وړاندې یو له جدي خنډونه څخه دی، چې ډېر وګړي مو له له ناسم ژوند درلودلو له کبله خپل زده کړې یې پرېښي او په کروندګرۍ او یا هم نور کسبو کار باندې اخته شوي نو له همدې کبله خپل اولادونه هم کسبګرۍ یا ورځنۍ مزدرۍ ته هڅوي تر څو د ژوند اړمن توکي ترلاسه کړي.

۳- ناامني:

د تاریخ په اوږدو کې مو ډیر جګړې لیدلي او لا هم ګورو یې او امکان لري وروسته له دې هم جګړه په سترګو وګورو.

دا یوه لويه پدیده ده، چې زمونږ ژوند ورسره په ستونزه کې لاس او ګرېوان دي د هېواد په ټولو ولایاتو او ولسوالۍ، سېمو کې د جګړې له کبله مو خلک د زده کړې څخه بې برخې دي او نشي کولای چې خپل ابتدایې او لوړې زده کړې وکړي، نو معلومه خبره ده په کوم ځای کې چې د عزت او ژوند کول پکې مصون نه وي، نو زده کړه خو ناممکنه ده.

خو بیا هم د سواد زده کړې له برکته او د کلیوالو او قومي مشرانو او ولسونو په مرسته او ښوونکو په واسطه دغه ستونزه یو څه په ولسوالیو کې حل او فصل شوې ده.

۵- حل لارې .

۱- حل لارې:  د سواد زده کړې معینیت تر رهبرۍ لاندې کارکونکي او سیمه ایز مسولینو ته د ظرفیت لوړونې لپاره وخت پر وخت سمینارونه او ورکشاپونه په لاره اچول او ورسره د سواد زده کړې برنامې ته د هېواد په کچه بودیجه لوړول او د یاد برنامې استادان او نظارت غړو ته د هېواد په داخل او له هېواده بهر د نورو له تجاربو د ګټې اخیستنې لپاره د سفرونو برابرول.

د سواد زده کړې په کتابونو او تدریسې موادو کې ډیر والی او اصلاحات راوستل.

دا چې افغانستان یو له هغه هېوادونو څخه ده چې له حده ډېر نېشي توکو کرل کېږي او په ازاد بازار کې پلور کېږي، له څو لسیزو راهېسې د افغانستان امنیتي اورګانونه ددې کوښښ کوي چې د یادو نېشو کښت ه مېنځه یوسي او ه کروندګرو سره یې قانوني چلند وکړي خو نه یواځې دغه بوټي له مېنځه یو نه وړل شول بلکې په کراتو کراتو د نېشه یې هېوادونو په کتارو کې راځي.

د افغانستان اوسېدونکې په ډېره اسانۍ سره یاد نېشه یې توکي اخلي او خپل نېشه پرې ماتوي، چې ددغه جملې څخه ډېریه هغه با سواده او بې سواده ځوانان دي،چې د دندې په نه تر لاسه کولو او په هېواد کې دولتي چوکېو ته نه لاس رسۍ ددې باعث شوی،چې ځوانان مو نېشه یې توکو ته لاسرسۍ پېدا کړي او هم د ځان او هم د نورو ژوند له خطر سره مخامخ کړي، کابل جلال اباد، کابل قندهار، کابل مزار، او داسې نور لوې لارې یادولاۍ شوو، چې موټر چلوونکي یې د نېشه یې توکو څخه استفاده کوي تر څو وکولای شي له نورو سیال موټر چلوونکو څخه مخکې شي او ځان پېاوړی او با استعداده موټر چلوونکی خپلو سوارلیو ته وښایې خو دوې سره دا فکر نشته چې دوې د یو مړۍ روزي پېدا کولو لپاره خپل اولادونه او کورنۍ یې پرېښي تر څو یو دوی نفقه پېدا کړي او کورنۍ یې هم په تشویشونو کې ډوب وي،چې د کورنۍ نفقه پېدا کوونکی یې کله راځي. له دولتي او امنیتي اورګانونو څخه مې غوښتنه ده چې یاد موټر چلوونکو لپاره سخت څارنه وکړي او له دغه مضرې نېشې څخه هم موټر چلوونکو ژوند وژغوري او هم د مسافرینو ژوند.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button