نن چهارشنبه د طالبانو او امريکا شپږم پړاو خبرې پيليږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱۱)
د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد قطر ته رسيدلی او ټاکل شوې چې نن د طالبانو او امريکا بل پړاو خبرې پيل شي.
طالب وياند ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه د يادو خبرو د پيليدو خبر ورکړی دی.
ښاغلی مجاهد ليکي: نن چهارشنبه د میلادي میاشتې (می) په لومړۍ نیټه به په دوحه کې د اسلامي امارت د مذاکراتي ټیم او امریکایانو ترمنځ د مذاکراتو شپږم دور پیل شي.
څو ورځې مخکې په قطر کې د طالبانود دفتر ویاند سهيل شاهين رسنيو ته ويلي و چې راتلونکي پړاو خبرې به د امريکايي ځواکونو د وتلو پر مهالويش ورټولې وي.



