د خليلزاد وینا ته د طالبانو غبرګون: له موږ څخه د وسلې ايښودلو فکر مه کوه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱۳)
د افغان سولې او طالبانو سره د خبرو لپاره د امريکا استازي زلمي خليلزاد وايي، طالبانو ته يې ويلي، جنګ بس کړۍ او وسلې پر ځمکه کيږدي.
هغه وايي، دغه خبرې يې په دوحه کې له طالب استازو سره د روانو شپږم پړاو مذاکراتو پر مهال کړي : “د خبرو په پيل کې مې طالبانو ته وويل، افغان اولس د طالبانو ورونه او خویندي دي، دغه جنګ ختمول غواړي، اوس د دې وخت دی چې تاوتريخوالی پريښودل شي، وسلې پر ځمکه کښېږدۍ او د سولې لپاره اماده شۍ”.
خليلزاد وايي، چې موږ په څلورو مسائلو یوې موافقې ته ورسيږو: چې لومړی د خارجي عسکرو وتل، د ترهګرۍ په مقابل کې تضمين، بين الافغاني ډيالوګ – مذاکرات او یو داسې ګام اخيستل چې هر اړخيز اوربند ته لاره هواره شي زیاتوي “پر هيڅ شي به نهايي فيصله ونه شي تر څو د ګردو څلورو مسائلو په اړه مو موافقه نه وي کړي”.
طالب وياند ذبیح الله مجاهد د خليلزاد خبرو ته غبرګون ښودلی وايي، نوموړی دې له موږ څخه د وسلې ايښودلو فکر نه کوي زياتوي : خلیلزاد دې له موږ څخه د وسلې ايښودلو فکر نه کوي، د دا ډول خیالي غوښتنې پرځای دې امریکایان په دې پوه کړي چې نور دې له زور څخه کار نه اخلي او نه دې هم د کابل شړيدلې ادارې لپاره له دې زیات ځاني او مالي تاوان پريکوي.
دغه راز ښاغلي مجاهد غوښتنه کړې چې امریکا دې د ناکامه شويو ستراتيژيو تکرار بند کړي او روانو حقائقو ته دې غاړه کښېږدي: “د ناکامه ستراتيژیو تکرار دې بند کړي، ځکه چې نتیجه نه لري. بهتره داده چې خلیلزاد د شف شف پرځای سم په جرأت سره شفتالو ووايي او روانو حقائقوته غاړه کيږدي”.
دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين بي بي سي ته ويلي و، د امريکايي استازو سره په روانو مذاکراتو کې د بهرنيو ځواکونو د وتلو د مهالويش په اړه پرمختګ شوی دی.



