سهیل شاهین: د امریکایي قواوو پر وتلو اختلاف کم شوی؛ بحث پرې روان دی

کابل ټکی کام ( پنج شنبه، ۱۲ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلی چې د امریکایانو له مذاکراتي ټیم سره د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال ویش خبرې رواني دي.
شاهین بي بي سي ته ویلي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره چې دواړو لورو کومې نیټې یادې کړې او له امله یې اختلاف رامنځته شوی وو، هغه کم شوی دی.
تیره ورځ د امریکایانو او طالبانو ترمنځ شپږم پړاو خبرې په داسې حال کې پیل شوې چې د خبرو تر پیل وړاندې زلمي خلیلزاد له ملا برادر اخوند سره وکتل.
ملا برادر خلیلزاد ته د شپږم پړاو خبرو په اړه ویلي وو چې لومړی باید په دوو هغو مسائلو چې په تیرو غونډو کې پرې بحث شوی موافقه وشي.
ملا برادر اخوند ویلي وو، له دې مخکې چې په دې دوو خبرو هوکړې ته ونه رسیږو نورو خبرو ته داخلیدلای هم نشو.



