د افغانستان ګونګ بهرنی سياست

د سياسي چارو شنونکی:عزيزاحمد فضلي

د افغانستان دولت تر اوسه د دوست او دښمن په تعريف نه دی توانيدلی، پاکستان او ايران يې نږدې او ورور هيوادونه بللي، خو دغه دولتونو تل د افغانستان په چارو کې مداخله کړې، ایران په ښکاره افغانستان اشغال شوی هيواد ګڼي او افغانستان د هغوی پر وړاندې سکوت دی

د افغانستان دولت د پاکستان د دغه ښکاره مداخلو او په سلګونه پاکستاني پوځيانو له نيولو او وژولو سره لا نه دی توانيدلی، چې پاکستان ته د افغانستان په کورنیو چارو کې د هغوی د لاسوهنې په اړه قناعت ور کړي او له سیاسي لارو دغه ستونزه حل کړي. د سیاست پوهانو په وینا، د دغوستونزو اصلي لامل په افغانستان کې د یوه معياري او کره بهرني سیاست نشتوالی دی

بهرنی سیاست له نورو هيوادونو، بهرنيو ټولنو، دولتي او غیر دولتي سازمانونو سره د ځانګړو اصولو، دندو، موخو او تګلارو له مخې ټاکل کيږي، د بهرني سياست تر ټولو مهمه برخه اقتصادي سیاست، علمي او فني سياست آيډيالوژيک سياست، مذهبي سياست او امنيتي سياست دی

دغه سیاست باید له نورو ملکونو سره د خپلو ګټو په پام کې نيولو سره برابر شي، خپل دوست او دښمن وپيژندل شي، د سوله ييز ژوند لپاره زمينه برابره کړي او په ځانګړې توګه له ګاونډيو سره د شريکو پولو د لرلو له کبله ځانګړې مقررات وضعه شي، د هغوی په کورنيو چارو کې مداخله و نه شي او نه هم پرېښودل شي، چې د هيواد په کورنيو چارو کې مداخله وکړي. هغه پاليسۍ او کړنلارې چې يو هيواد يې له ملي کچې پورته د سيمې او نړۍ د هېوادونو سره عملي کوي، په بهرني سیاست کې شامليږي

د خارجي سياست په لرلو او د نورو په کورنيو چارو کې د مداخلې د ممنوعيت په صورت کې د ټولو آزادي او استقلالیت ساتل کيږي او د بهرني سياست تر ټولو مهمه موخه همدا ده چې د یو هيواد استقلالیت په کې وساتل شي

د افغانستان د اساسي قانون په اتمه ماده کې راغلي، دولــــــت د هېــــــواد خــــــارجي سياســــــت، دخپلــــواکۍ، ملي ګټو او ځمکنۍ بشپړتيا په ساتلو، نه مداخلې، ښه ګاونډيتوب، متقابل احترام او د حقوقو د برابرۍ پر بنسټ تنظيموي

افغانستان په وچه کې راګیر هېواد دی، د تجارت لپاره تر ټولو مهمه داده، چې باید له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړيکې ولري

په بهرني سياست کې سره له دې چې کلتوري او مذهبي او ژبنیو ارزښتونو ته هم ډېر پام کېږي، خو د اقتصادي پرمختګ او په هېواد کې د امنيت را وستلو لپاره د افغانستان تر ټولو زیاته اړتيا ده

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پخونی مرستيال محمود صيقل وايي، افغانستان په وچه پورې د محدوديت تر څنګ د قوي هيوادونو په منځ کې پروت دی او له دوی سره ښو اړیکو ته اړتیا لري. نوموړی وايي، دغو اړتیاوو ته په پام سره افغانستان ته یو متوازن بهرنی سیاست په کار دی.

د افغانستان د بهرني سیاست اصلي خنډ په اوږدمهال کې په سيمه ييزو او نړيوالو اړيکو کې توازن ساتل دي، چې د ديپلوماسۍ په دستګاه کې ښه ظرفيتونو ته اړتيا لري

زما په نظر، د افغانستان راتلونکی دولت باید له هر څه وړاندې په بهرنيو چارو وزارت کې د ظرفيتونو په جوړولو کار وکړي، ورپسې د بهرني سیاست اساسي خطوط له سره وکتل شي، ستونزې وپيژندل شي او حل لارو په کتلو سره مواد په کې ځای شي، ګاونډيان وپېژندل شي. داسې څوک کولی شي چې د افغانستان په بهرني سیاست کې څرګند رول ولوبوي چې د پرېکړو د عملي کولو توان او لرلید ولري، د افغانستان او سيمې واقعيتونه ورته معلوم وي او په پای کې هېوادنيو ارمانونو ته ژمن وي

 که سوله او نړيوال امنيت د نړيوالو د ګډ ژون اصلي فکټور ګڼل کېږي، باید د سولې راوستلو عوامل په دغه سياست کې ځای کړل او  د ټولو ملتونو له خوا ومنل شي

که چيرې د سولې او امنيت پر وړاندې خنډونه جوړېږي، ټول ملتونه يې پر وړاندې ودرېږي. افغانستان باید له پاکستان، ايران، هند، چين، روسيې، امریکا او انګلستان سره په خپلو اړيکو کې توازن وساتي او د اقتصادي پرمختګ، سولې او ټيکاو د راوستلو لپاره یو متوازن بهرنی سیاست ولري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button