امریکا: پر ایران فشارونو ته دوام ورکوو

کابل ټکی کام ( شنبه، ۱۴ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

د امریکا او ایران ترمنځ د اړیکو د تاوتریخوالي حد یو بل ته تر ګواښونو رسیدلی دی.

تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پر ایران به فشارونو ته همداسې دوام ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې وایي چې ایران د ټولې نړۍ لپاره ستر ګواښ او دوی به خپلو فشارونو ته د دې لپاره دوام ورکړي ترڅو ایران د اټومې وسلې له جوړولو لاس په سر شي.

ایران د امریکا دې خبرو ته تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي وو چې ایران ممکن د اټومې وسلو د نه پراختیا له هوکړې ووځي.

ظریف ویلي وو چې دا کار به د امریکا د فشارونو په بدل کې کوي.

امریکا تر دې وړاندې د ایران د تیلو په صاداراتو هم بندیز ولګاوه خو ایران یې په اړه وویل چې دوی به د خپلو تیلو صادرولو ته همداسې دوام ورکړي او د امریکا بندیز به هېڅ اغیز پرې ونکړي.

امریکا د ایران سپاه پاسداران ډله هم په تور لیست کې شامله کړه چې د ایران غصه دې کار هم سخته راوپاروله.

د ډونالډ ټرمپ له راتګ سره د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې بیا نه دي ښې شوي او ورځ تر بلې خړې پړې کیږي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button