په شپینو عملیاتو کې دزیانمنو کورنیو غړو ددغو عملیاتو دبندېدا غوښتنه کړې

کابل ټکی کام ( شنبه، ۱۴ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
دهېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکومتي عملیاتو کې دزیانمن شویو کورنیو غړو سره لیدنه کړې.
نوموړي نن په کابل کې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د شپنیو عملیاتو د زیانمنو کورنیو له غړو سره کتلي دي.
د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، په دغه کتنه کې د برمل ولسوالي د لمسته او بندوري کلیو اوسیدونکو په خپلو سیمو کې د عمدي او بې دلیله شپنیو عملیاتو او وژنو له دوام څخه ژوره اندېښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د روان کال د ثور په شپږمې نېټې د کمپاین په نامه د امریکایانو له خوا د جوړې شوې نظامي ډلې له لوري د دوی پر کلیو او کورونو عملیات تر سره شوي چې له امله یې د سیمې اوسېدونکو ته ځاني او مالی زیانونه اوښتي دي.
دوی دغه راز د چارواکو له خوا د دوی ستونزو ته له نه پاملرنې هم شکایت کړی دی او د شپنیو عملیاتو او د ملکي خلکو د وژنې پر ژر تر ژره بندېدو یې ټینګار کړی.
یاده دې وي چې په دې وروستیو کې دهیواد په لر او برکې دګډو ځواکونو له لوري شپني عملیات او ړندې بمبارۍ اوج ته رسېدلي چې د خلکو اندیښنې، اوغبرګونونه یې راپارولي، یوناما هم په وروستي راپور کې دملکي وګړو د وژنې اکثره سلنه په دولتي ځواکونو ور اچولې وه.



