فیلف سیمنس: د اصغر افغان په بدلولو کې راسره مشوره نه ده شوې؛ دنده پریږدم

کابل ټکی کام( دوشنبه، ۳۰غوایي، ۱۳۹۸)

د افغان کرکټ ملي لوبډلې روزونکی فیلف سیمنس وایي چې نور به د افغان لوبډلې د روزنې دنده پریږدي.

دی وایي چې د ۲۰۱۹نړۍوال جام سیالیو وروسته به دی خپله دنده پریږدي او زیاته کړې یې ده چې په دې اړه ما کرکټ بورډ ته خبر هم ورکړی چې د قرارداد له پای ته رسیدو وروسته نور زه له دوی سره نه پاتې کیږم.

سیمنس وایي چې دا پرېکړه مې ځکه وکړه چې افغان کرکټ بورډ د اصغر افغان په بدلولو کې راسره مشوره نه وه کړې او په خپل سر یې دا تغیرات راوستي وو.

څه وخت مخکې کرکټ بورډ په ناببر ډول یوه پرېکړه وکړه چې له مخې یې اصغر افغان له لوبډلمشرۍ ایسته او په ځای یې ګلبدین نائب وټاکل شو.

د کرکټ بورډ دا پرېکړه په دننه هیواد او بهر کې له سختو غبرګونو سره مخ شوه او خپله د ملي لوبډلې دوو نامتو لوبغاړو راشد خان او محمد نبي دا یوه غیر مسؤلانه اقدام وباله.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button