د حوثي یاغیانو له لوري په سعودي ورتوغول شوي توغندي په هوا کې شنډ کړل شوي

کابل ټکی کام( دوشنبه، ۳۰غوایي، ۱۳۹۸)

سهار وختي د حوثي یاغیانو لخوا د سعودي په خاوره دوه توغندي چې بیلا بیل اهداف یې په نښه کول توغول شوي خو هدف ته تر رسیدو مخکې شنډ شوي دي.

د العربیه رسنۍ د راپور مطابق چې د یمن له لوري راتوغول شوی توغندی د دفاعي ځواکونو لخوا د طائف په سیمه کې په نښه او په هوا کې له کار وغورځول شو.

په همدې مهال بل توغندی چې د جدې په لور توغول شوی وو، هم د دفاعي ځواک لخوا پاس په هوا کې له شنډ سره مخ شوی دی.

د سعودي چارواکو تر اوسه د دې په اړه له رسنیو څه مالومات نه دي شریک کړي.

د حوثي یاغیانو د سعودي له حکومت سره ستونزه له ډیره وخته شته او په یمن کې د سعودي په مشرۍ ائیتلاف د حوثي یاغیانو په خلاف جنګیږي.

دا لومړی ځل نه دی چې د یمن لخوا په سعودي توغندي واریږي بلکې څو ځله وړاندې هم ورته کار شوی چې ډیری وخت هدف لګیدلی او ځیني وخت بیا له شنډ شره مخ شوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button