نوماندان: له ټاکلې نیټې وروسته مو نړیوالې ټولنې ته دسرپرست حکومت طرحه وړاندې کړې

کابل ټکی کام ( دوشنبه، ۳۰ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
وروسته ترهغې چې دګډحکومت کاري موده دسترې محکمې له لوري تمدید شوه، یوشمېر نوماندانو ستره محکمه په فساد تورنه کړه، اودسرپرست حکومت دجوړېدا غوښتنه وکړه.
نن د ولسمشرۍ ریاست یړشمېرنوماندانو په تازه څرګندونو کې ویلي چې د سرپرست حکومت طرحه یې نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړې ده.
د ولسمشرۍ ټاکنو یو تن نوماند احمد ولي مسعود ویلي چې د جوزا له لومړۍ نیټې وروسته د اوسني حکومت قانوني دوره پای ته رسېږي او دوی له ټاکلې نیټې وروسته نړیوالې ټولنې ته د سرپرست حکومت طرحه وړاندې کړې ده.
هغه ویلي چې دا طرحه یې پرون په یو ډیپلوماټیک محفل کې د امریکا، انګلستان، فرانسې، ایټالیا، روسیې، پاکستان، جاپان، هالنډ، هندوستان، تاجکستان، یوناما او ناټو استازو په موجودیت کې وړاندې کړې ده.
یوبل نوماند، دسولې اواعتدال ټاکنیز ټیم مشر حنیف اتمر هم ورته څرګندونې کړي، اودتخریب په صورت کې یې دهرمشکل لامل دګډ حکومت ناقانونه کاري موده بللې.



