د جلال آباد ښار د ننۍ چاودنې په اړه ضد و نقیض خبرونه

کابل ټکی کام ۲۷مرغومي/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
نن سهار شاوخوا ۱۰بجې په جلال آباد ښار کې د ولایتي شوراء د غړي عبیدالله شینواري پر کور سرتېری برید وشو چې په اړه یې ضد ونقیض خبرونه مونږ ترلاسه کړي دي.
*د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار نن په جرګه کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل، چاودنه د ولایتي شوراء د غړي عبیدالله شینواري پر کور شوې ده، چې د عبیدالله د کورنۍ غړیو او خپلوانو په ګډون ۱۵تنه وژل شوي دي.
د ده په خوله چې زیاتره وژل شوي او ټپيان شوي کسان د عبیدالله شینواري د کورنۍ غړي او خپلوان دي.
ده همدا راز وویل چې په چاودنه کې د عبیدالله شینواري په ګډون له ۲۰زیات کسان ټپيان شوي دي.
*له بلې خوا د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي رسنیو ته وویل چې په یاده پېښه کې ۱۱تنه وژل شوي دي، او ۱۳تنه نور ټپيان دي.
*له بلې خوا ځينو رسنیو ته ځایي خلکو ویلي دي چې په یاده پېښه کې د عبیدالله شینواري پلار، او د شینوارو د قوم یو قومي مشر ملک عثمان وژل شوي دي.
*د ټولنیزو رسنیو له خوا په نا تأیید شويو راپورونو کې راغلي دي چې خپله عبیدالله شینواری هم وژل شوی دی.
د یادولو ده چې په دغه پېښه کې د شینوارو قوم یو شمېر مشران، له وسلوالو څخه د یوه کس د را خوشي کولو لپاره یوه غونډه جوړه کړې وه، چې د چاودنې ښکار شوه.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد زمونږ همکار ته د ایمیل له لارې ویلي دي چې یاده پېښه د دوی جنګیالیو پورې اړه نه لري.
لا تر دا مهاله پورې نه امنیتي سرچینو او نه هم بلې کومې وسلوالو ډلې د دې برید په اړه څه ویلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button