د سمنګان د ولايتي شورا غړی مړ وموندل شو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۳)
پرون په سمنګان ولايت کې د ولايتي شورا غړی عبدالحليم سادات د نا معلومه کسانو له خوا تښتول شوی و چې نن يې مړ جسد وموندل شو.
د سمنګان ولايت د پوليسو ویاند منير احمد رحيمي وايي، عبدالحليم سادات د بغلان مرکز مربوط له چشمه شير سيمې څخه تښتول شوی.
د منير احمد په خبره، د ولايتي شورا د غړي عبدالحيم سادات مړی د پل خاټول سيمه کې موندل شوی دی.
ويل کيږي، نوموړي سره څلور نور کسان هم تښتول شوي خو د هغوی د وژنې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
د سمنګان امنيتي مسؤولین د دغه وژنې مسؤوليت پر طالبانو اچوي خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د بلخ- بغلان لویه لار د چشمه شير سيمه کې وخت ناوخت د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ نښتې هم کيږي.


