د ګډ حکومت دواړه مشران هڅه کوي چې په ټاکنو کې عطا نور د ځان ملګری کړي

کابل ټکی کام( یکشنبه، ۳وږی، ۱۳۹۸)
د ولسمشر غني او اجرائیه ریاست ترمنځ په ټاکنو کې د عطا محمد نور په راخپلولو مقابله روانه ده.
عطا محمد نور چې تر اوسه یې له کوم بل ټیم څخه ملاتړ نه دی اعلان کړی، تر دې مخکې د سولې او اعتدال له ټاکنیز ټیم سره وو او په هغه ټیم کې د اختلافاتو اصلي عامل هم نوموړی بلل کیده.
سپوږمۍ راډیو ته یوې سرچینې ویلي چې ولسمشر غني د عطا محمد نور د راخپلولو لپاره بلخ ته یو هیئت لیږلی ترڅو نوموړی د سولې او اعتدال له ټاکنیز ټیم سره یو ځای کړي.
د سرچینې په وینا چې په ورته وخت کې د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله له لوري هم عطا محمد نور ته اپشنونه ورکړل شوي او یو پلاوی یې نوموړي ته لیږلی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې عطا محمد نور تر دې دمه په کوم چا لاس نه دی ایښی خو په خبره یې چې تر راتلونکې اونۍ پورې ممکن عطا نور خپله پرېکړه اعلان کړي چې له چا سره دریږي.



