(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۱۹، يکشنبه)
د افغانستان لپاره د امریکايي مرستو د څار اداره (سيګار) وايي، چې حکومت یو شمير زورواکي د نشه يي موادو په قاچاق کې لاس لري او حکومت د نشه يي موادو لوی قاچاق کوونکي نه نيسي.
که څه هم د امریکا دفاع وزارت سيګار ته ويلي، چې دولتي ځواکونه له نشه يي موادو سره د مبارزې توان لري او د امریکايي ځواکونو مرستې ته اړتيا نه لري.
خو سيګار په خپل راپور کې وايي، له څېړنو وروسته ورته څرګنده شوې چې په کورنيو چارو وزارت کې د وروستيو پنځو کلونو بدلون د نشه يي موادو سره مبارزه هم ټکنۍ کړې ده.
د سيګار په راپور کې راغلي، چې د حکومت د نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړې قطعه، پوليس او کشفي ارګانونه هم کمزوري دي.
دغه راز د مشرانو جرګې له نشه يي موادو سره د مبارزې پخوانۍ غړې رڼا ترين هم تاييدوي چې حکومت یوازې د نشه يي توکو واړه قاچاق کوونکي نيسي (هغه چې پاو، کيلو يا چارک نشه توکي ورسره وي او له دې لارې خپلو ماشومانو ته یوه ګوله ډوډۍ پيدا کوي) په خبره يې تر اوسه يې هيڅ کوم لوی قاچاقبر نه دی نيولی.
که څه هم د کورنيو چارو وزارت معین محمد هاشم اورتاق وايي، یوازې په تيرو شپږ مياشتو کې د هیواد په کچه درې زره عمليات شوي چې د لویو قاچاق کوونکو په شمول پکې څلور زره قاچاق کوونکي نيول شوي خو زياتوي که نړۍ کې د نشه يي موادو د غوښتنې کچه کمه شي نو افغانستان کې به يې خپله کښت راکم شي.
په وروستيو کې په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت، قاچاق او کاروبار تر پخوا زيات شوی چې پر نشه يي توکو د څار بنسټونو راپورونه ښيي، تر ډيره د نشه يي توکو په قاچاق کې زورواکي، لوړپوړي چارواکي او آن بهرنيان هم پکې ښکيل دي.

