سرليکنه
د داسې مور له ميني څخه قربان چې د محبوب د بقاء لپاره هرڅه په اوبو لاهو کوي.!
طبراني رحمه الله له انس بن مالک رضی الله عنه څخه روایت کوي: چې د “أحد” د غزوې په ورځ چې د نبي علیه السلام مبارک د شهادت اوازه خپره شوه، د مدینې منورې په کوڅو کې غلبلې شوې، یوه انصاریه مېرمن له مدینې څخه را ښکاره شوه، سمدستي د پلار، زوی، مېړه، او ورور له جنازو سره مخ شوه، نه یم خبر چې له کوم یوه سره لومړۍ مخامخ شوه، خو چې په هر یوه به تېرېده، ویل به یې دا څوک دی؟
هغوی به ورته ویل: ستا پلار دی، ستا زوی دی، ستا مېړه دی، ستا ورور دی؛ بیا دې غیرتي مېرمن وویل:“مافعل رسول الله صلی الله علیه وسلم”؟ ژباړه: نبي علیه السلام څه وکړل(یعنې څه شو؟)
هغوی ورته وېل: هغه علیه السلام هاغه مخته دی، تردې چې یې ځان نبي علیه السلام مبارک ته ورساوه، هغه مبارک یې تر څادر ونیوی، ورته ويې ویل: ”زما مور او پلار ترتا قربان شه، په بل چا هیڅ باک نه کوم، ښه دی چې ته جوړ یې“. (حلية الأولياء: 2/377).
د یادې مېرمنې مینه څومره ستر مقام لري، د څلورو ګلونو څېرو په لیدو یې آه و نه کړ، چې ټول یې د کورنۍ غړي وه او ټولو په یو ځل ورڅخه د ابد(تلپاتې)په لور قافله روانه کړه؛ خو نوموړې لالهانده، د کوچنیو سلګیو او تړمو اوښکو په بدرګه، د شهیدانو په مینځ کې د ښکلا ځلانده لمر(نبي علیه السلام) لټوي، تر څو چې یې د هغه علیه السلام په نوراني څېره سترګې روښانه شوې، نو یې د ارام ساه واخیسته.
په یو بل روایت کې ویل شوي: چې نوموړې مېرمني د نبي علیه السلام مبارک په اړه و پوښتل: هغوی رضی الله عنهم ورته وویل، الحمد لله هغه ﷺ روغ رمټ دی، ويې ويل: چې په خپله یې و نه وینم تر هغه مې اطمنان نشي حاصلېدای.
هغوی ورته وویل: همدا دی.
کله چې یې سترګې پرې ولګېدې، د نبي علیه السلام مبارک په لور ولاړه شوه، د هغه مبارک څادر یې و نیوی، ورته ویې ويل:
يا رسولَ الله ﷺ! كلُّ مصيبةٍ بعدَك هينةٌ، كُلُّ جَللٍ بعدَك هينٌ يا رسول الله، لو قُتل أهلي لو قتل زوجي لو قتل ولدي لو قتل أبي وأخي، المهم أن تَسْلَمَ أنت يا رسول الله.
ژباړه: اې د الله پاک رسوله! هر مصیبت او غم، چې له تا آخوا وي، اسانه دی، هر لوی غم له تا څخه آخوا اسانه دی اې د الله پاک رسوله!، که مې کورنۍ شهیده شوه، که مې مېړه شهید شوی، که مې زوی شهید شوی، که مې پلار او ورور شهیدان شوي دي، خو بهتره داده چې ته روغ یې!
نوموړې ته تر هر چا د نبي علیه السلام ژوند اړین وو، هغه علیه السلام یې په زړه کې ځای لاره، دا د ریښتیني محبت اغېز دی، چې د هغه علیه السلام د خوندي پاته کېدو لپاره، خپل پلار، زوی، مېړه او ورور ځاروي.

















