مجاهد: حکومت ته تسلم شوي کسان ټول داعشیان او خپل اصل ته ورګرځیدلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۱۹، یکشنبه)
د ننګرهار ولايتي چارواکو پرون ادعا وکړه چې پرون ورته د دغه ولايت په بيلابيلو ولسواليو کې د څلورو طالبانو په شمول ۳۶ داعش وسله وال تسليم شوي خو طالب وياند ذبیح الله مجاهد د طالبانو تسلميدل رد کړي دي.
که څه هم د ننګرهار والي شاه محمود مياخيل ادعا کړې چې د دولتي ځواکونو عملیات پراخ شوي ځکه ورته د وسله والو د تسلميدو لړۍ هم چټکه شوې خو د پوځي کارپوهانو او طالب چارواکو په وينا د داعش پر خلاف د طالبانو وروستيو عملیاتو د داعش ډلې وسله وال اړ کړي څو حکومت ته تسليم شوي.
له بله پلوه طالب وياند ذبیح الله مجاهد د چارواکو یادې ادعا ته غبرګون ښودلی زياتوي د کابل ادارې ته تسليم شوي کسان ټول داعش وسله وال دي چې د طالبانو د عملياتو له امله له خپلو کورنيو سره حکومت ته ورغلي دي.
نوموړي په يادو کسانو کې د طالبانو تسلميدل رد کړي په خبره :” نن یوځل بیا په ننګرهار کې دمجاهدینو دعملیاتو له امله ۳۲ تنه داعشي فتنه ګر چې کورنۍ ورسره دي دکابل ادارې ته تسلیم شوي. مزدور دښمن ادعا کړی چې په تسلیم شوو کې داسلامي مجاهدین هم شته. موږ دا پروپاګند ردوو. یاد داعشیان خپل اصل ته ورګرځیدلي، خو مجاهدین د تسلیمیدو خلک نه دي”.
طالبانو په وروستيو کې په ننګرهار کې د داعش پر خلاف عمليات پراخ کړي چې له تيرې يوې مياشتې راهيسې يې له داعش وسله والو د شيرزادو، خوګياڼو او اګام اولسوالۍ پاکې کړي او لا هم د طالب وسله والو ځانګړي قطعات د پرمختګ په حال کې دي.
تر دې مخکې هم ځينې داعش وسله والو د طالبانو د بريدونو له ويرې حکومت ته تسلیم شوي و چې ځينې بهرني وسله والو هم پکې شتون درلود.
د دولت استخبارات (ملي امنیت) او امریکايي ځواکونه تورن دي چې افغانستان کې د داعش وسله والو ملاتړ او هغوی ته د پوځي اکمالات برابروي.


