ډاکټر یوسف اکبري
وایي غلام غلام وي که هر څو یې لوړ مقام وي، زمونږ متفکر صیب چې یواځې خپلو فعلي مزو چړو په اړه تفکر کولای شي خو نه د افغانانو د تېر برم او تاریخ په اړه د تفکر کولو وړتیا لري او نه هم د افغانستان او د افغانانو او آن د خپل ځان په اړه د راتلونکې په اړه د تفکر کولو ظرفیت لري.
په وار وار د بادار لخوا بې عزته، بې حیثیته او پته شو، خو نه یې په تفکر کې کوم بدلون راغی او نه له جوش نه هوش ته راووت، لرې به نه ځو، څه موده مخکې چې امریکا د یوه ابر قدرت په حیث د کمزورو خو د ایمان په ځواک پیاوړو طالبانو سره پوره 9 میاشتې داسې مذاکرات وکړل چې امریکا په خپل ټول تاریخ کې له چا سره دومره اوږده مذاکرات ندی که کړي او که ووایو چې په ټول انساني تاریخ کې به څوک ونه مومي چې چا دې دومره اوږده مذاکرات کړي، او د یادولو ده چې په دې 9 میاشتو مذاکراتو کې چې د دواړو لوریو کوم موارد بحث شوي دي او موافقې ته پرې رسیدلي دي پوره 900 پاڼې یې ډکې کړي دي، دا په دې معنا دي چې دا ډیر پاخه او بنسټیز مذاکراتو او موافقې دي چې د امریکا او طالبانو تر مینځ پرې هوکړې شوي، خو د مذاکراتو تر پای ته رسیدا وروسته چې کله زلمي خلیلزاد کابل ته راغی څو له مغزو خلاص متفکر ته د مذاکراتو په اړه معلومات ورکړي، متفکر غوږ نیولی و خو هغه مهال یې فشار پورته او لوړ شو چې کله خلیلزاد وویل چې د امریکایی پوهنتون ۲ استاد به د انس حقاني او دوه نورو مشرتابه طالبانو په عوض کې پریښودل کیږي، نو دغه مهال متفکر صیب جذباتی شو او ویې ویل چې د انس حقاني او نورو 16000 طالب بندیانو خوشي کیدل د افغانستان د حکومت! صلاحیت دی بل هیڅوک د دې صلاحیت نلري اګر که امریکا هم وي!! او د انس حقاني او دوه نورو ملګرو خوشي کیدل خو یې د افغانستان حکومت ته سره کرښه ده، ځکه چې د اعدام حکم پرې شوې او یواځې د ولسمشر توشیح ته معطل دی.
خو ټولې نړۍ ولیدل چې همغه څه وشول چې بادار یې فیصله کړې وه او هغه دا چې انس حقاني او ملګري یې د امریکایی پوهنتون د استادانو په عوض کې پریښودل شول، او متفکر مطبوعاتو ته د ډیرې سختې پریشانۍ په حالت کې د انس حقاني د خوشې کیدا اعلان په داسې شکل سره وکړ چې ویې ویل دا فیصله زمونږ لپاره خورا سخته وه خو فیصله مو کړې.
او اصلي خبره دا وه چې امریکا او په ځانګړې توګه ټرمپ، متفکر صیب د انس حقاني په خوشې کولو تهدید کړی و او ګواښ یې ورته کړی و چې که خوشي نه شي پایلې به یې ښې نه وي، او اوس نړیوال ګوري د دی لپاره ټرمپ، یو ځل بیا متفکر صیب هم وګواښي او هم یې خوشحاله او یو ځل بیا یې پرې غوږونه تاو کړي، اعلان وکړ چې نوموړی د اشرف غني رړورتیا ستایی چې امریکایی استادان یې د انس حقاني په عوض کې پریښودل.
اوس د دې لپاره چې غني د ګواښ او خوښولو تر مینځ ونیسي نو بلنه یې ورکړه څو امریکا ته سفر وروکړي څو د امریکا او طالبانو د سولې په اړه یې پرې غوږونه تاو کړي چې هسې نه چې په دې پروسه کې د انس حقاني د پروسې په څیر له ضد نه کار وانخلي، او باید که خوښ وي او که خفه باید په دې پروسه کې له مداخلې ځان وساتي او هیڅ ډول مداخله او مخالفت ونکړي بلکې برعکس هر څه چې امریکا وایي او کوي باید په لاس په نامه او پټو سترګو یې ومني کنه نو خیر به یې نه وي، اوس متفکر صیب امریکا ته ور روان دی وبه کتل شي چې د ده سرې کرښې او غوږ تاویدل به څه پایلې ولري او وضعیت به کم لوري ته لاړ شي. ځکه چې ټرمپ اعلان وکړ چې له طالبانو سره د سولې په یوه توافق لیک قوي ډول کار پیل

