وکيلان: په پرلپسې ډول د ولسشمرۍ ټاکنو پايلو اعلان ځنډول د شرم خبره ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۲، شنبه)
شاوخوا دوه مياشتې پوره کيدونکي کې دي چې د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوي خو د بيلابيلو ستونزو له کبله لا هم د دغه ټاکنو لومړنۍ پايلې نه دي اعلان شوي، چې د ولسي جرګې وکيلان يې د شرم وړ بولي.
د ولسي جرګې غړو په ننۍ غونډه کې ، د ټاکنو کمېسيون له خوا د ټاکنو د لومړنيو پايلو اعلان ځنډول د قانون خلاف کار بللی او په وينا يې چې دغه کمېسيون د پايلو د اعلان وړتيا نه لري.
وکيلانو په پرلپسې ډول د ولسمشرۍ ټاکنو پايلو اعلان ځنډول د شرم وړ وباله زياته يې کړه چې د نړۍ په هيڅ هيواد کې هم تر اوسه د ولسمشرۍ پايلو اعلان دومره نه دی ځنډول شوی.
پرون د ټاکنو کمېسيون ویاند ميرزا محمد حقپرست وويل، چې په يوويشت ولايتونو کې د رايو د بيا شميرلو بهير بشپړ شوی او زياته يې کړه چې په شپږو ولايتونو کې د معترضو نوماندانو پلويانو د ټاکنو ولايتي دفترونو دروازې تړلي او بيا شميرلو ته يې اجازه نه ورکوي.
په عين حال کې د ټاکنو کمېسيون مشره حوا علم نورستانۍ وايي، که معترض نوماندان ورته د بيا شمېرنې اجازه ورنکړي نو دوی به پر نورو لارو چارو غور وکړي.
خو د وکيلانو په وينا، ټاکنو کمېسيون په خپلو چارو کې ناکام دی، د نوماندانو ملاتړ دې پرېږدي او تر تر ژره دې د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړي.
نوماندان پر ټاکنو کمېسیون تور پورې کوي چې د یوه حاکم ټیم پلوي کوي او د هغوی په ګټه خپل کارونه مخته وړي.
تر دې مخکې د ولسمشرۍ ټاکنو نهه تنو نوماندانو ويلي و چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې د درغلیو، تخنیکي ستونزو او د خلکو د کم رنګه ګډون له کبله ورته د ټاکنو پايلې د منلو وړ نه دي.


