په نا اهلو حاکمانو کې د دښمن ګټه ده زموږ زیان

امین وردګ

تر ټول پیاوړی سیاستمدار همغه دی چې لومړی تر ځان پوه کس و پېژني او بیا حکومت ورته وسپاري.
ما څو ځله دا خبره کړې چې : زموږ په ټولنه کې تر مطلق جاهلانو مرکب زیات دي.
کېدای شي په تاسو کې ځينو ته د جاهلانو ډولونه سم نه وي معلوم ! نو راشئ او ویې لولئ ! جاهل په دری ډوله دی : جاهل مطلق ، جاهل مفرد او جاهل مرکب.
جاهل مطلق خو محظ جاهل ته ویل کيږي چې هغه نور دواړه هم پکې راځي ؛ جاهل مفرد بیا هغه چا ته وايي چې په خپل جهل پوه وي او کله چې له ځان سره فکر کوي نو دا پرېکړه په آسانۍ سره کولای شي چې دی جاهل دی ، مګر جاهل مرکب بیا هغه دی چې په خپل جهل هم نه پوهيږي او دا نه شي درک کولای چې دی جاهل دی ؛ بلکې ځان تر بل هر چا ويښيار او پوه ورته مالومیږي.
اوس تاسو په خپله ټولنه ، همکارانو ، خپلوانو او ځينو حاکمانو کې ښه په دقت او ځیرکتیا سره فکر وکړئ ! نو په خپله به دا خبره ومنئ چې ريښتیا هم زموږ په ټولنو کې مرکب جاهلان تر مفردو دومره زیات دي ؛ چې هاغه مفرد جاهل پکې عالم غوندې ښکاري ؛ لکه چې په پښتو کې یو متل وايي : (په ړندو کې د یوې سترګې والا پاچا دی)
ټوله نړۍ اوس پر دې خبره ښه پوهېدلې ؛ چې حاکم باید دانا او لائق کس وي ، کنه نو حکومت بد ورسره ښکاري اما موږ افغانان بیا د دغه کار په ګټو او جادويي اعجاز لا هم نه پوهېږو.
حاکم باید دانا ، ويښيار ، ځيرک او منطقي وي ؛ حاکم باید د ژور سیاسي بصیرت او سپېڅلي معنوي بصارت څښتن وي ، ټول هغه خصوصیات باید پکې وليدل شي چې له یوه حاکم سره اړین وي.
حاکم باید ټولنیزه مفکوره ولري ، بُردبار او آرام وي ، باید له ملي ګټو سره تر شخصي وو زیاته مینه ولري.
حاکم باید دوراندیش یا د لرلید خاوند وي.
که چېرې پاسني خواص په یوه حاکم کې موجود وو ، نو پوه شئ چې دغه کس د حکومت او امارت وړتیا لري او که دا او دې ته ورته ځینې نور… خواص نه وو پکې ، نو دا سړی بیا د حکومت کولو وړتیا نه لري ، بلکې دی د همغو مرکبو جاهلانو په لیکه کې شمېرل کیږي چې وړاندې مو وښوول ! ځکه چې دی خو د حکومت وړتیا نه لري ، مګر پر دې هم نه پوهېږي چې وړ نه دی ! بلکې ځان بیا هم تر نورو ويښيار ورته ښکاري ؛ نو جاهل مرکب همدغه نا اهل مشر دی.
تاسو د تېر شل کلن اشغال په دورکې حکومتولۍ ته لږ سر ورښکاره کړئ ! ما هغه مهال څو ځله په مختلفو مجلسونو کې دا خبره په زغره ده کړې وه چې : غربیانو له موږ سره ډېرې جفاوې وکړې ، خو تر ټولو ستره جفا يې بیا له موږ سره دا وه چې ؛ دلته یې یوه نسبي منظمه اداره رامنځته نه کړه او نه يې هېڅکله هم وړ کس ته واک ورکړ ! ما به تل دا خبره کوله چې : موږ له امریکایانو څخه د اسلامي نظام د حاکمیت تمنا او توقع نه لرو او نه يې ترې غواړو ؛ خو د خپلو نظامو په نیمایي وړتیا سره خو دې دلته یو نظام حاکم کړي!
زه د بېلګې په توګه یوه خبره کوم او هغه داسې : امریکا به ځينو پردیپالو افغانانو ته دومره قدر اجازه هم نه ورکوله چې د دوی په خاوره کې محظ پښه لا کېږدي ؛ ځکه چې قدمونه به يې پلیت بلل او هغوی ته به يې د افغانانو قاتلان او بې رحمه انسانان ویل مګر همدغو نامردانو بیا همغه کسان پر موږ حاکمان کړي وو ! ولې ؟ ځکه چې د دوی ګټو ته ژمن وو ! که چېرې دوی لائقو کسانو ته واک سپارلی وای ، نو چېرې یې بیا د دوی لپاره کار کولو.
وایي : له تموچین (چنګیز خان) څخه پوښتنه وشوه چې: وا ستره فاتحه! تا خو نیمه نړۍ فتح کړه؛ ووایه چې کوم ملتونه ښه وو او کوم بد؟ ده ورته وویل: تر ټولو به مې هغه دښمنان ډېر خوښېدل چې د خپل هېواد او ګټو لپاره به له تورو سره زما مخې ته راوتل او موږ به یې سرونه پرې کول او تر ټو بد بیا هغه کسان وو؛ چې زما مخې ته به د استقبال لپاره راغلل او زما د خوشالولو لپاره به یې خپل وروڼه وژل.
موږ باید تل همدغې نکته ته سم ځير شو چې ؛ نا اهله حاکمان زموږ د دښمنانو په ګټه او زموږ پر زیان دي نو باید څه وکړو ؟ باید اهلو خلکو ته کار وسپارو.
وړ او اهل حاکم کوښښ کوي چې ماتحت بستونه هم د ځان په ډول اهلو کسانو ته و سپاري ، مګر نا لائقه او ناپوه حاکم بیا د اهل او نا اهل په کیسه کې ځکه نه وي ؛ چې تفکیک یې نشي کولای او دومره ويښیاري نه وي پکې ؛ چې د انسانانو جوهرونه و پېژني.
اهل او ویښيار حاکم همېشه په خپله په اهلو کسانو پسې وزي، په ټولنه کې یې لټوي او بیا دندې ورته سپاري.
که چېرې حاکم خلکو ته وړانديزونه و نه کړل او په ټولنه کې په وړو کسانو پسې و نه ګرځېدلو ؛ نو پوه شئ چې واک مو یوه نا پوه ته سپارلئ ! نو ځکه خو هره لهزه شهادتین پر ځانونو چوف کوئ او د بېړئ د ډوبېدو په فکر کې اوسئ.
دښمن نه غواړي چې موږ دې پوه شو او یا دې پوهو خلکو ته زموږ واګې وسپارلې شي ؛ ځکه چې بیا دوی زیان کوي او موږ ګټې ! خو که مو ټولنه جاهله وه او حاکمان نا اهله ؛ نو د دوی به بیا ارو مرو پکې میره وي.
مطلب! کوښښ وکړئ چې نوی نسل د علم په زېور وروزئ (هغه که نجونې وي، که هلکان) حکومتي څوکۍ وړ او لائقو کسانو ته وسپارئ ، تر څو دښمن داسې په ګونډو کړو چې بیا هېڅکله هم زموږ پر وړاندې سر پورته نشي کړلای.
علم وکړئ او کار اهل کارو ته وسپارئ ! یوازې هغه مسؤلیت پر غاړه واخلئ چې تاسو یې وړتیا ولرئ او که پر تاسو خپله دنده درنه وي (یعنې وړ یې نه یاست!) او بل چاته یې سپارئ نه ! نو بیا پوه شئ چې لاره مو ترکستان ته تللې او د پوهانو له لیکې وتلي یاست ؛ ښه خولې مو ځار شم!