کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۱ ثور، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د یمن وسله والو ځواکونو سره سمندرګي او هندي سمندر کې دوه امریکایي بېړۍ د بالستیک توغندیو په وسیله ویشتلي دي. د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” په خپاره کړي ویډیو پیغام کې د برید مسؤلیت منلی او ادعا یې کړې، چې دواړو بېړیو ته د پام وړ زیان رسیدلی دی. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې ویشتل شوې بېړۍ پوځي وې او د هغو دوه کښتیو ساتنه یې کوله، چې اسراییلو ته روانې وې. یحیی سریع زیاته کړې، چې دا بریدونه یې په غزې تړانګه کې د صهیونیستي ريژیم د وحشیانه بریدونو او په یمن د امریکا او برېتانیا د هوایي بریدونو په غچ کې ترسره کړي دي. د یادونې وړ ده، چې جنرال یحیی سریع یوځل بیا خبرداری ورکړی، چې ځواکونه به یې پر غزې د صهیونیستي ريژیم د عملیاتو تر پای ته رسېدو په سره سمندرګي، عدن خلیج، د هند سمندر او بحرین سمندر کې د دوښمن پر وړاندې خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.


















