کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۱ ثور، ۱۴۰۳ل)
اسراییلي پوځ خبر ورکړی، چې د غزې په مرکزي سیمه کې یې حماس ځواکونو سره نښتو کې د یو لوړ پوړي قوماندان په ګډون ۵ تنه پوځیان وژل شوي دي.
اسراییلي رسنیو د پوځي سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې وژل شوی قوماندان “عیدو اویو” نومېده، ۳۷ کلن و او د چټک غبرګون قطعه کې یې د عملیاتو د رهبري دنده ترسره کوله، چې تېره ورځ حماس ځواکونو سره نښته کې ووژل شو.
اسراییلي رسنۍ دغه راز وایي، چې یاد قوماندان سره یې ۴ نور پوځیان هم وژل شوي دي.
د یا دونې وړ ده، چې صهیونیستي ريژیم ډیری وخت خپلو سرتېرو ته د اوښتو تلفاتو خبرونه نه خپروي؛ خو د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د تېر ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له ۷ مې نېټې راهیسې غزه کې حماس ځواکونو سره په نښتو او چاودنو کې زرګونو اسراییلي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


















