د جنوري دوهم د اندلس د سقوط ۵۳۱ کال

ژباړه: سعيدي

د اندلس يو ليکوال د الحمراء وروستی ماښام څومره ښۀ انځور کړی دی. هغه ليکي: الحمراء اوس هم هر مازيګر لمر ګوري، د افق پۀ څنډو کې د هغې وروستۍ ننداره کوي. د فطرت پدې روزمره بدلون کې د ماضي يوه کيسه لولي. فرديناند ګوري، ايزابيلا ګوري، د تور کميډا پر اوږو لوي صليب ګوري. شپه شي، د الحمراء پر دېوالو شمعې بلې شي او د شنيل سيند پۀ غاړه د سترګو تر څاره د صليب لښکر ښکاري. الحمراء يو غږ اوري: نن د هغه قوم دلته وروستۍ شپه ده چې اتۀ سوه کاله دلته حاکمان ؤ. د الحمراء ستوري د پخوا ډېر ځلېدل، چا ويل: نژدې راغلل چې لدې ځايه د طارق د بچو جنازه اوچته کړي. پر دې شپه څوک ويدۀ نشول، تر سهاره ويښ ؤ. د ابوالحسن زړه مېرمن ژړېده. هغې د الحمراء سره “خدای پۀ اماني” کوله. سهار شو، د لرې نه د صليب نغارې کړنګېدلي او دلته د وروسته ورځې اذان وشو. د وروستي مسلمان حاکم ابوعبدالله سترګې لۀ غمه سرې وې، کرار کرار يې د شنېل لاره ونيوله، فرديناند مخې ته خم شو، د هغۀ احترام يې وکړ، ويې ويل:
معزز ټولواکه، دا د الحمراء کيلي ګانې دي. لۀ نن وروسته تۀ د دې وارث يې. کۀ د يو لوېدلي، مات شوي دښمن وروستی ارمان پر ځای کړې، احسان به دې وي. فرديناند وموسکل: وايه ابوعبدالله، تۀ زمونږ پۀ وعدو باور کولی شې. ابوعبدالله وويل:
د الحمراء لدې دروازې زۀ راووتم، دا د تل لپاره بنده کړئ چې بل مسلمان حاکم لدې ځايه راونۀ وځي. ابوعبدالله غريو نيولی مات مات لاړو، ژړل يې او چې کله د لوی غونډۍ سرته وخاتۀ، د وروستي ځل لپاره يې الحمراء ته وکتل، دۀ د تاريخ وروستی ناکام مسؤليت ترسره کړ او پۀ کړيکو يې وژړل. ملکې عايشې وويل: راځه زويه، د کومې خاورې نه چې تا د سړو پۀ څېر دفاع ونکړه، د ښځو پۀ څېر پرې مۀ ژاړه.
د ابن غسان اټکل سم وخاتۀ، د دې سهار وروسته د اذان غږ چا وانۀ ورېدۀ.

📝 حريف شجرة الرمان.