رمضان قديروف: لوديځ د اوکراين په څېر فلسطين کې هم له ماتې سره مخ دی

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ ثور، ۱۴۰۳ل)
د چیچنیا ولسمشر “رمضان قدیروف” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې لوديځ د اوکراين په څېر فلسطين کې هم له ماتې سره مخ دی.
د قدیروف په خبره: څنګه چې ټول غرب د اوکرایین په جګړه کې له پوځي او سیاسي اړخه ماتې وخوړه، دغه ډول شرمونکی برخلیک سره په فلسطین کې هم مخ دی.
قدیروف د خپلو خبرو پر دوام ویلي: که ټول غرب د اسرائیلو ترڅنګ د فلسطنیانو په خلاف عملي جګړې ته هم راودانګي بیا هم نشي کولای چې د فلسطین زړورو خلکو ته ماته ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې د چیچنیا ولسمشر یوځل بیا له اسلامي نړۍ غوښتنه کړې، چې د فلسطین قضیه عادي ونه ګڼي او ټول باید د فلسطیني ولس ترڅنګ داسې ودریږي لکه څنګه چې امریکا او نور لودیځ هېوادونه د نتنیاهو د ترهګر ريژیم ترڅنګ ولاړ دي.



