غزه؛ د اشغالګرو ۳۰ ټانکونه ویجاړ او ۹۰ صیهونیستي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ ثور، ۱۴۰۳ل)

د حماس غورځنګ اسلامي غورځنک د پوځي څانګې “القسام” سرچینو د لبنان د اسلامي مقاومت “حزب الله اړوند “المنار” تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې، وړمه ورځ یې د غزې تړانګې په مختلفو سیمو کې د صهیونیستي اشغالګرو ۳۰ ټانکونه ویجاړ کړي، چې په پایله کې یې ۹۰ تنه اشغالګر پوځیان وژل شوي او څه د پاسه ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي. “المنار” تلویزیوني شبکې ځینې داسې انځورونه او یډیوګانې هم خپرې کړې دي، چې پکې د صهیونیستانو ویجاړ شوي ټانکونه ښودل شوي او اسراییلي الوتکې د خپلو وژل شوي او ټپیان شوي پوځیان لیږدوي. د یادونې وړ ده، چې تر اوسه صهیونیستي ترهګر ريژیم غزه کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبله په رسمي توګه نه ده تائید کړی؛ خو اسراییلي رسنیو ویلي، چې غزه کې یې ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button