کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ ثور، ۱۴۰۳ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر مشر او د فلسطین د خپلواکې ادارې پخواني لومړي وزیر “اسماعیل هنیه” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې ځینې اسلامي هيوادونه مو په ويني سياسي سوداګري کوي.
د هنیه په خبره: ځینو اسلامي هېوادونو د دوستۍ او ملګرتیا په نامه د فلسطیني مظلوم ولس په وینو سیاسي سوداګري روانه کړې ده.
هنیه د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې د غزې مظلوم وګړي به د دوی دغه لوی، نه بښونکی او تاریخي جنایت هیر نه کړي.
نوموړي که څه هم د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی؛ خو د حماس او اسرائیلو ترمنځ په روانې جګړې کې ځینې عرب هېوادونه د سیاسي حل هلې ځلې کوي، چې فلسطنیان په ځانګړې توګه حماس او نورې فلسطیني مقاومتي ډلې ورته د شک په سترګه ګوري.


















