کابل ټکی کام ۲۷سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
کمرسانت نومي ورځپاڼې خبر ور کړی دی چې د ایران پوځیان به له روسیې څخه د ۸ میلیارده ډالرو په ارزښت وسلې را ونیسي.
د یادې ورځپاڼې په راپور کې ویل شوي دي چې پرون د ایران د دفاع وزیر حسین دهقان په دوه ورځني سفر مسکو ته تللی وو، چې د وسلو د اخیستنې پر سر یې خبرې اترې وکړې.
ورځپاڼې کښلي، «مسکو د پوځي تجهیزاتو هغه لست چې ایراني پوځيان ور ته اړتیا لري، له تهران څخه ترلاسه کړی دی، چې اوسمهال د دې مسئلې په اړه په دفاع وزارت ، حکومت او کریملین جړو بحث کوي»
ورځپاڼې زیاته کړې ده چې مسکو له ایران سره د وسلو په ور کړه د ۸ میلیارده ډالرو قرارداد کړی دی.

