آيا د مونشن د پريکړ ې اوربند به عملي شي؟

د ملګرو ملتونو لخوا د سوريې د پنځه کلن جنګ او بشري ناورين د له منځه وړلو لپاره د جرمني په مونشن ښار کې د يو شمېر هېوادونو د سرمشرانو او لوړ پوړو چارواکو لخوا دوه ورځنی کانفرانس جوړ شو، چې د نورو هېوادونو علاوه د امريکې د بهرنيو چارو وزيرجان کېږي او د هېواد ولسمشر اشرف غني هم پکې برخه اخستې وه.
له تېرو دوو اونيو راپه ديخوا د مونشن کنفرانس لپاره په سوره کې د جګړو د پای ته رسولو او امن لپاره د يوشمېر هېوادو مشرانو ته بلنې ورکړل شوي ؛ خو د ايران ، روسيې، امريکا ، سعودي عربستان او ترکيې د هېوادنو رول پکې د امريکا په شمول زيات و.
دا کنفرانس ملګرو ملتونو ځکه اړين و باله ، چې شپږ ورځې د مخه سعودي عربستان ، سوريې، ته د ځمکني پوځ د استولو اعلان وکړ، چې امريکا نه يوازې داچې د اعلان هرکلی يې وکړ ؛ بلکې د سوريې لپاره يې دسعودي عربستان دپوځ لېږل اړين وبلل ؛ خو د سعودي پر خلاف ايران او روسيې غبرګون وښود .
د روسيې صدر اعظم دیمیتری میدویدوف وويل: که سعودي خپل پوځ سوريې ته ولېږي ؛ نورو هېوادونو ته به هم اړينه کړي ، چې خپل پوځونه سوريې ته واستوي، د ملګرو ملتونو د مرستو رسولو سازمان چې بشري مرستې سوريې ته رسوي مشر يان ابګلان کنفرانس کې وويل: که سوريې ته په روانه اونۍ کې بشري مرستې ونه رسيږي تر يو ميليون زيات خلک به دلوږې سره مخ شي ، بايد ژر تر ژره د اوربند يوه موافقه وشي ، چې د اړينو ملکي وګړو لپاره بشري مرستې ور ورسول شي.
په مونشن کنفرانس کې د سوريې د واکمن بشار الاسد د پلويانو او مخالفو وسلو الو تر منځ د اوربند اعلان وشو؛ خو د مراعت په اړه يې هيڅ نه دي ويلي.
په کنفرانس کې د کاغذ پر مخ دو مره وليکل شول ، چې يوه اونۍ ورسته به عملي کړل شي ؛ خو د کنفرانس د ګډون کونکو ته جان کېري يوه اشاره وکړه چې په سوريه کې د داعش ډله په دې اوربند کې نه راځي .
دجان کېري د اوربند څخه موخه د روسي الوتکو دبمباريو بندول و، چې په کنفرانس کې يې وويل: په سوريه کې د روسي هوايي ځواکونو بمباريو د سوريې د مسئلې حل او سوله په سياسي سطحه کمزورې کړې ده.
که روسيه په سوريه کې د بمباريو څخه لاس واخلي ؛ نو کيدی شي سعودي هم سوريې ته په خپلو پوځونو ليږلو بيا له سره غور وکړي.
که سعودي عربستان ته د جغرافيايي پلوه هم ګرانه ده ، چې پوځ ترسوريې ورسوي ځکه سعودي بايد له عراق او اردو ن د پوځونو لار و اخلي .
خو عراق به په هېڅ صورت خپله خاوره د سعودي پوځونو دسوريې تګ لپاره ورنکړي او اردن امکان لري لار ورکړي ؛ ځکه اردن د سعودي عربستان په ائتلاف کې چې د تر هګرۍ دله منځه وړلو لپاره جوړ شوی دی، د ګډون ليوالتيا ښودلې ده.
بله دا چې د ملګرو ملتونو د قوانينو په اساس سعودي سوريې ته پوځ نشي لېږلی په يمن کې چې بمبار کوي د يمن ولسمشر عبدرب منصور هادي څخه مرسته غوښتې خو بيا هم پر سعودي عربستان په يمن کې دبې ګناه ملکي وګړو په وژلو نيوکې کېږي.



