حزب الله د صهیونیستي اشغالګرو یوه جنګي الوتکه ویشتلې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۴ ثور، ۱۴۰۳ل)

د لبنان د اسلامي مقاومت “حزب الله” غورځنګ اړوند “المنار” تلویزیوني شبکې خبر ورکړی، چې ځواکونو یې د صهیونیستي اشغالګرو یوه جنګي الوتکه ویشتلې ده. المنار د حزب الله غورځنګ د سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د صهیونیست ريژیم الوتکه لبنان ته تر دا خلېدو وروسته د دوی د ځواکونو له لوري ویشتل شوې ده. د حزب الله د سرچینو په خبره الوتکه کې د پېلوټ په ګډون ۳ تنه اشغالګر اسراییلي پوځیان وژل شوي دي. د یادونې وړ ده، چې صهیونیستي ريژیم هم په لبنان کې د خپلې یوې جنګي الوتکې د نسکورېدو خبر تائید کړی دی؛ خو د تلفاتو په اړه یې تر اوسه څه نه دي ویلي؛ خو دا لومړی ځل دی، چې د حزب الله د اسلامي مقاومت د جنګیاليو لخوا د غاصب صهیونیستي ریژیم یوه الوتکه ویشتل کېږي.