کابل ټکی کام (جمعه، ۲۸ ثور، ۱۴۰۳ل)
د یمن وسله والو ځواکونو خبر ورکړی، چې یوه MQ-9 ډوله امریکایي الوتکه یې ویشتلې ده. د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: تېره ورځ ماښام د یمن د “مارب” ولایت په هوایي حریم کې د یمن وسله والو ځواکونو داسې مهال یاده امریکایي الوتکه په نښه او نسکوره کړه، چې د دوښمنانه اقدامات یې ترسره کول. جنرال یحیی سریع دغه راز زیاته کړې، چې د دوی وسله وال ځواکونه خوار پیاوړي دي او د دوښمنانو هر ډول اقداماتو ته پر وخت ځواب ویلی شي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، چې دغه الوتکه د یمني انجنرانو لخوا په کور دننه د جوړ شوي توغندي په وسیله ویشتل شوې او د را غورځیدو صحنې به یې هم ډېر ژر رسنیزې شي. د یادونې وړ ده، چې جنرال یحیی سریع یوځل بیا ټینګار کړی، چې پر غزه، رفح د صهیونیستي دوښمن او پر یمن د امریکایي او برېتانوي اشغالګرو د وحشیانه حملو په غبرګون کې به خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.


















