کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۴غویی، ۱۴۰۴ل)
د فارس دولتي خبري آژانس د خبر له مخې، ايران پلان لري چې د افغانستان د اوسپنې ډبرو (سنگ آهن) په معادنو کې ۵ میلیارد ډالر پانګونه وکړي.
د فارس آژانس د راپور پر اساس، په کابل کې د ایران سفیر علیرضا بیکدلي ویلي چې د افغانستان بډایه کانونه د دواړو ګاونډیو هېوادونو لپاره د ګډ کار ښه فرصت برابروي.
د هغه په وینا، ایران د خپلو صنعتي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د افغانستان د معدني موادو اړتیا لري، او که دغه مواد پروسس شي، تر شپږ برابره زیاته ګټه ورکولی شي.
راپور زیاتوي، ایران هر ټن د افغانستان د اوسپنې ډبرې په ۱۰۰ ډالرو واردوي او وروسته تر پروسس دا مواد د فولادو په بڼه په ۶۰۰ ډالرو صادروي.
د افغانستان د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، ایران په تېرو څو کلونو کې د افغانستان د کانونو په برخه کې د ۲.۳ میلیارد ډالرو پانګونه کړې، چې پکې د اوسپنې ډبرې هم شاملې دي.
بلخوا د افغانستان طلوع نیوز راپور ورکړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د معادن استخراج تړون پنځه کلن دی، چې ایران ته به هر کال ۱.۲ میلیارد ډالر ګټه ورسوي.

