د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ افغان پلاوی د کازان نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون لپاره تاتارستان ته لاړ

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۴غویی، ۱۴۰۴ل)

د اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ یو لوړپوړی افغان پلاوی نن د ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۴مه نېټه د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه د تاتارستان جمهوریت ته سفر وکړ.

یاد پلاوی به د یاد فورم په څنډو کې د یو شمېر هېوادونو له لوړپوړو دولتي چارواکو سره رسمي لیدنې او خبرې اترې هم ترسره کړي.

دا سفر د افغانستان د اقتصادي اړیکو د پراختیا او سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه ترسره کېږي.

د کازان نړیوال اقتصادي فورم چې هر کال په تاتارستان کې جوړېږي، یو له مهمو نړیوالو اقتصادي غونډو څخه شمېرل کېږي، چې پکې د مختلفو هېوادونو استازي د اقتصادي همکاریو، پانګونې، او سوداګرۍ پر فرصتونو خبرې کوي.

Related Articles

Back to top button