کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۴غویی، ۱۴۰۴ل)
د سمنګان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په خُرم و سارباغ ولسوالۍ کې د ۴۷ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د ۳۰ پراختیايي پروژو چارې رسماً پیل شوې.
د کليو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، يادې پروژې د کلیوالي زیربناوو د پراختیا لپاره طرحه شوي چې پکې د ۷۲ کیلومترو په اوږدوالي د کلیوالي سړکونو جوړول، ترمیم او جغلاچونه، د ۲۲۳۱ مترو په اوږدوالي استنادي دیوالونه، او د ۶ واشونو (آبروګانو) جوړول شامل دي.
د سمنګان د کلیو د بیارغونې ریاست مسؤلین وایي، د دغو پروژو د تطبیق پر مهال به سلګونو کسانو ته د موقتي کار زمینه هم برابره شي، او تر بشپړېدو وروسته به د خرم و سارباغ ولسوالۍ د اوسېدونکو ګڼو اړتیاوو ته پوره شي.


















