
زکات،سرسايه اوعشر
ایا د کارخانې په ماشینونو باندې زکات شته ؟
دفتوې شمېره (۲۳۱)
پوښتنه :
سلامونه او نیکې هیلې مو ومنئ یوه پوښتنه ده : یو سړی کارخانه لري د شل لکه روپیو ماشینونه یې ورته اخیستي دي په هغه کار کوي یعنې شیان پرې جوړوي کال یې پوره دی آیا په دې ماشینونو زکات کېږي او کنه ؟ که زکات کېږي اوس راسره پیسې نشته که وریې نه کړم څه مشکل خو به نوي ؟
الجواب وبالله التوفیق :
هغه ماشینونو چې د کار کولو په نیت اخیستل شوي وي زکات پرې نه شته . لهذا پر تا باندې د دغو ماشینونو زکات نه دی واجب .
البته که په دغو ماشینونو باندې ګټل شوې روپۍ د زکات نصاب ته ورسیږي او کال هم پرې تېر شي نو په دغو روپیو باندې بیا زکات واجب دی ، بیا به زکات ضرور وکوې .
الدلیل علی ذلک :
ولیست فی دور السکنی … وعلی هذا کتب العلم والات المحترف لما قلنا ، وفی البنایة : ( والات المحترفین مثل قدور الطباخین والصباغین وقواریر العطارین والات النجارین وظروف الامتعة ،
البنایة فی شرح الهدایة ، ټوک : ۴ ، مخ : ۱۹ ، کتاب الزکات .
(ولا فی ثیاب البدن ) … کذلک آلات المحترفین ….
الدرالمختار ، ټوک : ۳ ، مخ : ۲۱۸ ، کتاب الزکاة