
متفرق مسائل
ایا د اودس کولو نه وروسته د ډوډۍ لپاره بیا لاسونه مېنځل ضروري دي ؟
د فتوې شمېره (۲۳۷)
پوښتنه :
که څوک اودس وکړي او په دې وخت کې ډوډۍ هم تیاره شي ، اوس به بیا لاسونه پرېمنځي او که هماغه پرېمنځل ورته کافي دي ؟ مننه د ځواب په هیله .
پوښتنونکی : عبدالسلام
الجواب وبالله التوفیق :
ډوډۍ څخه مخکې لاسونه پرېمنځل ځانته ( مستقل) سنت دي ، د اودس یا غسل کونکي لاس پرېمنځلو سره د ډوډۍ سنت نه ادا کیږي ، بلکې د ډوډۍ لپاره بیا لاسونه پرېمینځل سنت دي .
الدلیل علی ذلک :
أَنَسَ بْنَ مَالِكٍ، يَقُولُ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَنْ أَحَبَّ أَنْ يُكْثِرَ اللَّهُ خَيْرَ بَيْتِهِ، فَلْيَتَوَضَّأْ إِذَا حَضَرَ غَدَاؤُهُ، وَإِذَا رُفِعَ»
سنن ابن ماجه ، مخ : ۲۳۵ ، ابواب الاطعمة ، باب الوضوء قبل الطعام وبعده
من السنة غسل الأیدي قبل الطعام وبعده
الفتاوی العالمګیریة ، ټوک : ۵ ، مخ : ۳۳۷ ، الباب الحادی عشر…
