قسم او نذرمنل
د ډېرو قسمونو لپاره یوه کفاره هم کافي ده !
د فتوې شمېره (۳۱۵)
پوښتنه :
که څوک څو ځلې قسمونه وخوري او بیا بیا یې مات کړي ، نو په دې صورت کې به یوه کفاره ورکوي او که ډېرې کفارې ؟
پوښتونکی : برکت الله لغمان
الجواب وبالله التوفیق :
د ډېرو قسمونو ماتولو په صورت کې یوه کفاره هم کافي ده .
البته بې ځایه قسمونه خوړل ګناه ده له دې امله باید ډډه ترې وشي .
الدلیل علی ذلک :
وقال عطاء فیمن قال : والله لا افعل کذا وکذا ، الامرین شتی فعمهما بالیمین ، قال : کفارة واحدة ، … سنده صحیح … اعلاء السنن ، ټوک : ۸ ، مخ : ۵۲ .
(قوله وتتعدد الكفارة لتعدد اليمين) وفي البغية: كفارات الأيمان إذا كثرت تداخلت، ويخرج بالكفارة الواحدة عن عهدة الجميع. وقال شهاب الأئمة: هذا قول محمد. قال صاحب الأصل: هو المختار عندي. اهـ. مقدسي، ومثله في القهستاني عن المنية
ردالمحتار ، ټوک : ۳ ، مخ : ۷۱۴ ، کتاب الایمان