قسم او نذرمنل

که څوک قسم وکړي سریال به نه ګورم بیا یې وګوري !

د فتوې شمېره (۳۹۲)

پوښتنه :

که کوم کس قسم وکړي چي زه به دا سريال نور نه ګورم او بيا يې وګوري نو څه حکم لري ؟

پوښتونکی : مفتاح الدین ( خان )


الجواب وبالله التوفیق :

که څوک قسم وکړي او بیا یې مات کړي کفاره پرې لازمیږي او د قسم په کفاره کې لسو (۱۰) مسکینانو ته دوه (۲) وخته مېنځنۍ درجه ډوډۍ ورکول ( داسې ډوډۍ ورکول چې عموما یې په کور کې خوري ) یا جامې ورکول دي . که د ډوډۍ وس او طاقت نه لري بیا به درې ورځې پرلپسې روژه نیسي .

د کفارې سره ، سره به الله (جل شانه) ته توبه وباسې او له سریالونو څخه کلکه ډډه وکړه .


الدلیل علی ذلک :

قال الله تعالی :

لا يُؤاخِذُكُمُ اللَّهُ بِاللَّغْوِ فِي أَيْمانِكُمْ وَلكِنْ يُؤاخِذُكُمْ بِما عَقَّدْتُمُ الْأَيْمانَ فَكَفَّارَتُهُ إِطْعامُ عَشَرَةِ مَساكِينَ مِنْ أَوْسَطِ مَا تُطْعِمُونَ أَهْلِيكُمْ أَوْ كِسْوَتُهُمْ أَوْ تَحْرِيرُ رَقَبَةٍ فَمَنْ لَمْ يَجِدْ فَصِيامُ ثَلاثَةِ أَيَّامٍ ذلِكَ كَفَّارَةُ أَيْمانِكُمْ إِذا حَلَفْتُمْ وَاحْفَظُوا أَيْمانَكُمْ كَذلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آياتِهِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ .

سورة المائده ، ایة : ۸۹

وإن شاء أطعم عشرة مساكين كالإطعام في كفارة الظهار ” والأصل فيه قوله تعالى: {فَكَفَّارَتُهُ إِطْعَامُ عَشَرَةِ مَسَاكِينَ} [المائدة: 89] الآية وكلمة أو للتخيير فكان الواجب أحد الأشياء الثلاثة قال: ” فإن لم يقدر على أحد الأشياء الثلاثة صام ثلاثة أيام متتابعات

الهداية , ټوک : ۲ ، مخ : ۳۱۹ ، فصل في الکفارة

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close