غير مصنف

په صلاة التسبیح کې تسبیحات په ګوتو سره شمېرل !

د فتوې شمېره (۳۲۳)

پوښتنه :

د کابل ټکي کام  څخه هيله کوم چې زما پوښتنې ته دې زرترزره ځواب راکړي ، ځکه چې سخت ضرورت ورته لرم .

زه چى کله صلات تسبح لمونځ کوم نو ده تسبيحاتو شمېر يې دارقم کوم يو پېره يوه ګوته پر بدن رکاږم بيا بله بيا بله ، نو دارقم يي ځان ته معلوموم چى تا دومره وارې  تسبیح ولوستل .
او ما له يوچا څخه اورېدلي چې دا رقم نه دي کول پکار ، که دانه وى ښه نوزه څنګه وکولاى شم چى ده تسبیح حساب ځانته معلوم کړم ؟

په درنښت ستاسو ورور نقيب الله عابد دکندهار ولايت د سپين بولدک ولسوالى څخه


الجواب وبالله التوفیق :

د لمانځه پرمهال په ګوتو سره ایتونه یا تسبیحات شمېرل مکروه دي ، خو په صلاة التسبیح کې د ضرورت له کبله  دومره جایز دي چې لمونځ کونکی د یو ځلې تسبیح په ویلو سره په یوه ګوته زور وکړي بیا په بلې ګوتې زور وکړي .

لهذا پر بدن باندې ګوتې راښکل مکروه دي . د یاد ساتلو لپاره فقط ګوتې ته لږ زور ورکوه او بس .


الدلیل علی ذلک :

ویکره عد الای والتسبیح بالید …ولافضل ان الخلاف فی الکل کذا فی التبیین ..
الهندیة : ټوک : ۱ ، مخ : ۱۰۵ .

خارجها فلایکره کعده بقلبه او بغمزه انامله وعلیه یحمل ماجاء من صلاة التسبیح …

درمختار : ټوک : ۱ ، مخ : ۶۵۰ .

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close