غير مصنف

له کافرانو سره اړیکې ساتل یا ورسره خوراک کول څه حکم لري ؟

دفتوی شمیره (۲۱۸)


پوښتنه :
د کافرانو سره یوځای ناسته ولاړه یا ورسره په یوه دسترخوان خوراک کول څه حکم لري ؟


الجواب وبالله التوفیق :
بې ضرورته د کافرانو سره ناسته ولاړه یا اړیکې ساتل روا نه دي ، ځکه چې په زړه کې ورسره نفرت ختمیږي او په ځای یې مینه پیدا کیږي او مسلمان ته له کفارو څخه نفرت کول په کار دی .
که تاته معلومات وي چې ډوډۍ پاکه ده او حرام شیان نه دي پکې ګډ شوي ، بیا هم همېشه ورسره یو ځای خوراک ، څښاک کول مکروه دی ، او که ډوډۍ مرداره وي یا څاروی د کافر په لاس حلال شوی وي بیا ورسره خوراک ، څښاک کول په هېڅ صورت کې روا نه دی ، ځان ترې لېرې ساتل په کار دي .
الدلیل علی ذلک :
قال الله تعالی : انما حرم علیکم المیتة والدم ولحم الخنزیر وما اهل به لغیر الله ) البقرة ۱۷۳
وقال تعال : یایها الذین امنو لا تتخذوا الیهود والنصری اولیاء بعضهم اولیاء بعض ) المائده ۵۱
ولا باس بطعام المجوس کله الا الذبیحة ، فان ذبیحتهم حرام ولم یذکر الامام محمد رحمة الله تعالی علیه الاکل مع المجوس او مع غیره من اهل الشرک آنه یحل ام لا ؟ وحکی عن الحاکم الامام عبدالرحمن الکاتب ، ان ابتلی به المسلم مرة او مرتین لا بآس به ، واما الدوام علیه فیکره . کذا فی المحیط
الفتاوی العالمګیریة ، ټوک : ۵ ، مخ : ۳۴۷ ، کتاب الکراهیة ، الباب الرابع عشر



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close