نکاح ، طلاق او کورني مسائل

په درې کاڼو غورځولو سره طلاق واقع کیږي او کنه ؟

د فتوې شمېره (۳۹۷)

پوښتنه :

محترم مفتي صیب ، پرون زما او د خپلې مېرمنې ترمنځ لانجه راغله ، په غصه کې مې درې کاڼي ورخطا کړل ، زما موخه د هغې ډارول و ، نه طلاق ورکول او د طلاق الفاظ مې ورسره یاد کړي هم نه دي ، په دې صورت کې طلاق واقع کیږي ؟

پوښتونکی : سلام خان

الجواب وبالله التوفیق :

یواځې د کاڼو په غورځولو سره طلاق نه واقع کیږي تر څو چې د طلاق لفظ ذکر نه شي .

لهذا که رښتیا هم تا درې کاڼو غورځولو په وخت کې په ژبه باندې د طلاق الفاظ ویلی نه وي ، طلاق نه واقع کیږي .


الدلیل علی ذلک :

(قوله وركنه لفظ مخصوص) هو ما جعل دلالة على معنى الطلاق من صريح أو كناية فخرج الفسوخ على ما مر  ….

وبه ظهر أن من تشاجر مع زوجته فأعطاها ثلاثة أحجار ينوي الطلاق ولم يذكر لفظا لا صريحا ولا كناية لا يقع عليه كما أفتى به الخير الرملي وغيره،وكذا ما يفعله بعض سكان البوادي

الدرالمختار مع ردالمحتار ، ټوک : ۳ ، مخ : ۲۳۰ ، رکن الطلاق



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close